امنیت

٩ وسله وال طالبان په هوايي بريد کې ووژل شول

کابل باختر د زمري ١٥ مه
نهه وسله وال طالبان په هلمند کې د هېواد د هوايي ځواکونو په نويو بريدونو کې ووژل شول او درې نور يې ټپيان شول.
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه او نن سهار د ديشو او د ګرشک ولسواليو په ځينو سيمو کې بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل، چې په بريدونو کې  نهه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور يې ټپيان شوي دي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، په ترسره شويو بريدونوکې له ټولو جنګي تجهيزاتو سره يې د وسله والو طالبانو دوه پټنځي هم له منځه وړل شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي، چې په هلمند کې د يولړ چاودنومخه ونيول شوه.
امنيتي ځواکونو د سيمې د خلکو په همکارۍ د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه  اته ماينونه کشف او شنډ کړل.
که څه هم د دغو ماين ښخولو په تور څوک نه دي نيول شوي، خو سيمه ييز مسوولين وسله وال طالبان د دغه کار عامل بولي.
وسله وال طالبان په افغانستان کې زياتره په ګڼ مېشتو لارو کې د بمونو او ماينونو په ښخولو لاس پورې کوي، چې زياتره وخت پکې ملکي وګړي قرباني کېږي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته