کابل باختردزمري دمياشتې ١٣ :
په هرات ولايت کې دفوټسال سياليو تيرماښام په دوو لوبو سره دوام وموند.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق باختر آژانس ته وويل :
په لومړۍ لوبه کې دالهلال ټيم د دوو په مقابل کې په شپږو سره د پيمان پرټيم بريالي شو او په دويمه لوبه کې دسلطان مصطفي ټيم د څلورو په مقابل کې په اوو سره کهسان ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ په دغه ولايت کې دڅلور شپيتو ټيمونو ترمنځ پيل شوي دي چې د دريم پړاو وروستۍ لوبې يې دافغان ورزش او غازي او آزادګانو او اميد جوانان دټيمونو ترمنځ لوبې ترسره کيږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ