فرهنګ

دافغانستان دتاريخي ابداتو دتثبيتولو او ساتنې لپاره داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دهلوځلو پراختيا .

کابل باختر  د چنګاښ  يو ويشتمه

  داطلاعاتو او فرهنګ  وزارت دافغانستان دتاريخي ابداتو دتثبيتولو او ساتني لپاره دهڅو او هانددزياتوالي خبر ورکړ .

 دافغانستان دتاريخي ابداتو دتثبيتولو  او ثبتولو پروګرام له پنځو کلونوراپديخوا داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا دافغانستان په ځينو سيموکې  پيل شوي خو مقامات وايي ددغه پروګرام دګړندې کولو لپاره يي خپلو هڅوته زور ورکړي .

 ددغه پروګرام  په ترڅ کې ددغه وزارت ماهران  دتاريخي  ابداتو له تثبيتولو  وروسته دهغو په ثبتولو  لاس پوري کوي .

 ددغه وزارت له خوا دوړاندې شويو شميرنو له مخې دپروګرام له پيل څخه تراوسه پورې  دافغانستان   په بيلابيلو سيموکې څه ناڅه  څلور سوه اتيا تاريخي ابدات  تثبيت او ثبت شوي دي .

 افغانستان دلرغونې  تاريخ په لرلو سره تل دسترو تمدنونو  ډګر وي  په دې هيواد کې دزرګونو تاريخي ابداتو  شتون  په خپله دهغه دارزښتناک تاريخ او فرهنګي بډايني  څرګندوي دي .

 همدا اوس دهيواد په ګوټ ګوت کې په زرګونو تاريخي ابدات او لرغوني ساحي شته هغه تاريخي خزاني چې دتاريخ په اوږدوکې دحکومتي مقاماتو دکمي پاملرني  له امله زياتره يي نوم واکي پاتي  شوي اويا دزمانې په تيريدو او دطبيعي پيښو له امله له منځه تللي دي .

 په همدي حال کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت مقامات وايي هلې ځلې کوي ددغو تاريخي خزانو  دساتنې لپاره دتاريخي ابداتو  دتثبيتولو  ثبت بهير ګړندې شي .

 د دغه وزارت  دتاريخي ابداتو دساتنې او ترميمولو رييس عبدالاحد عباسي دباختر اژانس خبريال ته وويل دوي تراوسه پورې په دې پريالي شوي چې په افغانستان کې  ٤٨٠ تاريخي ابدات  تثبيت او ثبت کړي .

 عباسي وايي ددغه وزارت ماهرانو دغه راز  ١٢٠٠  نور تاريخي ابدات په افغانستان کې تشخيص کړي دي او  دهغو دسموالۍ دڅيړنې وروسته  يي په ثبتولو اقدام کوي .

 هغه ابدات چې تراوسه پورې ددغه وزارت دماهرانو له خوا تثبيت شوي مقبري ، څلي ، تاريخي جوماتونه ، ودانۍ ، مقدسه اماکن  ، بالاحصارونه  ، استوبي شاملي دي .

 داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دتاريخي  ابداتو دساتنې او ترميم رييس وويل ددغو ابداتو لرغونتيا په بودايي دوري او په اسلامي  دورو پورې اړه پيداکوي .

 داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دلرغون پوهانو دڅيړنې له مخې افغانستان دلرغوني او ارزښتناک تاريخ په لرلو  او په سترو تمدنونو سره نږدي  ٣٠٠٠ تاريخي ابدات لري .

  دابداتو  د تثبيتولو  او ثبت له پروګرام سره جوخت ددغو  ابداتو دساتنې او ترميمولو په باب هم دپخوا په شان کار دوام لري .

 عباسي وايي  دغه وزارت دناڅيزي  بودجي له لرلو سره سره دتاريخي ابداتو ترميمولو ته دوام ورکوي .

 دى وايي  چې موږ دتاريخي ابداتو  دترميمولو لپاره  ډيره ناڅيزه بودجه لرو چې آن په دې برخه کې زموږ په سلو کې درې اړتيا هم نه پوره کوي خو سره له دي هم  موږ کال په کال په دغو  ناڅيزو  پيسو سره دافغانستان نږدي  له لسو څخه ١٥ پورې تاريخي ابدات ترميموو .

  دترميمولو په کار کې لومړۍ دلومړيتوب حق هغو ابداتو ته ورکوو چې دړنګيدو خطر يي زيات متصور وي .

 ده وويل زموږ دکار څرنګوالۍ په داسي ډول دي چې لومړۍ زموږ ماهران دهيواد په بيلابيلو  سيموکې دتاريخي ابداتو  دتثبيتولو لپاره څيړنې ترسره کوي او وروسته دهر کشف شوي  څلي په دقيقي څيړنې سره دتاريخي څلي په توګه  تثبيټيږي .

  داپه داسي حال کې ده چې ددغه وزارت مقاماتو په وار وار  په افغانستان کې دمخ په ړنګيدو دتاريخي ابداتو دحالت له امله انديښنه څرګنده کړي ده او ويلي يي دي چې نه  شي کولي دغه ټول ابدات  يو ځاى او په ناڅيزي بودجي سره ترميم او وساتي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته