اقتصاد

په بلخ کې د املوکو وډې ته زمينه برابره ده

کابل /د لړم ١٠مه /باختر
املوک يوه خوږه او ښه خوند لرونکى ميوه ده چې په بلخ کې د ودې زمينه يې برابره ده .
د بلخ د کرنې اوبو لګولو اومالدارى رياست د تحقيقاتو مدير محمدهاشم د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: په هېواد کې څه د پاسه ٢٤ ډوله املوک شته چې پاکستاني ډوله يې د بلخ له هوا سره جوړښت لري.اوسږ کال د املوکوحاصلات د تېرکال په پرتله زيات شوي دي.
هغه زياته کړه که چېرې په يوجريب ځمکه کې د کرنې د کارپوهانو تر نظر لاندې د املوکو ونې کېښودل شي کولاى شو دوه زره منه املوک يه يوکال کې ترلاسه کړوځکه د املوکو ونې په تاوده هوا کې ښه وده کوي.
بنوال بازمحمدچې د مزارشريف ښار د شيراباد په کلي کې د املوکو د ونو په روزنې بوخت دى وايي په دې کلي کې وطني ،تاشکندي او پاکستاني املوک شتون لري. اوخلک زياتره پاکستاني ډوله املوک خوښوي.
هغه زياته کړه څه د پاسه ٥٠کاله کېږي چې په بلخ کې د ميوه لرونکو ونو په روزنې بوخت دي اوهرکال زيات نيالګي بازارته وړاندې کوي.
چ-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته