ښوونه او روزنه

دکابل د حوزي دکانکور ازموينه سبا پيليږي

کابل باختردسلواغې دمياشتې ٣٠ :

دلوړو زدکړو په موسسو کې د شموليت  په مقصد دکابل په حوزه کې  دکانکور دازموينې  لومړي دوره سبااخيستل کېږي .

دباخترداطلاعاتي اژانس دخبرله مخې  دکابل  په حوزي دکانکور ازموينه دکب دمياشتې  له لومړي نيټي  څخه تر دريمې نيټي پوري   په دريو پړاونو کې  اخيستل کېږي اوڅلويښت زره تنه داوطلبان پکې گډون کوي.

دغه ازموينې په کابل  پوهنتون ، دکابل په طبي پوهنتون ،  دکابل پوليتخنيک  پوهنتون ، دکابل دښوونې اروزنې په پوهنتون اودلوي جرګي په تالار کې اخيتسل کېږي .

تراوسه پوري دهيواد په ٣٣ ولايتونو کې پوهنتونونو او دلوړو زده کړو موسسو ته  دلاري موندلو په مقصد نږدي يوسلو شلو زرو تنو داوطلبانو دکانکور ازموينه ورکړې ده .

دلوړو زده کړو وزارت دمحصلانو دچارو دمعين پوهاندبري صديقي دڅرگندونو له مخې سږکال نږدي يوسلو شپيتو زرو داوطالبانو دکانکور دازموينې دورکولو په خاطر نومونه ليکلي دي  چې له دي جملې څخه هغه کسان چې په برياليتوب سره ازموينه ورکړي  نږدي نوي زره تنه يې په پوهنتونونو  اودلوړو  او نيمه  لوړو زده کړو په موسسو کې منل  کېږي .

دغه راز دلوړو زده کړو  وزارت دکانکور دازموينې  له ټولو  برخه والو څخه غوښتنه  کړې ده چې دازموينې په ورځ دي   ژمني جامي واغوندي او د ازموينې صحني ته دې دموبايل ، مخابري  او وسلي له راوړلو څخه په کلکه  ډډه وکړي .

دپوهاندبري د څرگندونو له مخې  دکانکور دازموينې  له ټولو گډون  کوونکو څخه غوښتل شوي دي  چې دازموينې په ورځ دې پنسل  ،  پنسل پاک ، اوقلم  تراش  له ځان سره ولري .

پوهاند صديقي دکانکور دازموينې په بهيرکې دشفافيت  دتامينولو په خاطر  ددغه وزارت   دهڅو او هاند ډاډ ورکړي او ټينګار وکړ چې په لازيات شفاف ډول او په غوره توګه دازمويني داخيستلو په مقصد به  له هيڅ راز هلو ځلو څخه  ډډه ونه کړي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته