سیاست

تبصره

کابل باختر د چنګاښ  دوه ويشتمه :
دافغانستان په وړاندې  دناتو دغړو هېوادونو  دژمنو نوى کول چې په وارسا کې دمشرانو په غونډه کې وشوې ترسره شول نه يوازې په نړيواله  کچه دافغانستان  دامنيت څرګندوي  دي بلکې دافغان دولتي چارواکو سياسي برياليتوب   يې هم  نندارې ته وړاندې کړ .
  دباختراژانس مبصر ليکي :
له افغانستان سره دمرستې په دوام دناتو دغړو هيوادونو دژمنې نوى کول او  له دغه هېواد سره ددايمي ملاتړ اعلام ښيي چې  دغه سازمان په ښه توګه دافغانستان په حالاتو پوهيږي  دناتو له خوا په دغه شان حالت پوهيدل په افغانستان کې حقايقو ته رسيدل دي ځکه دغه هېواد کلونه کلونه کيږي چې دتروريزم قرباني دي چې په سيمه کې دمشخص هيواد  له خوا په افغانستان تپل شوى و .خو نړۍ دهغه کړنې هيڅکله ونه څيړلې او هيڅکله  يې دهغه په غندلو اقدام نه دى کړى  خو اوس نړيوال دقيقې  حساسيتونو ته متوجه شوي دي او داکيداى شي دافغانستان ددولت سياسي برياليتوب وبلل شي .
افغانستان دافزاري تروريزم  دوژونکو کړاونو دزغملو له کلونوکلونو وروسته په پاى کې نړۍ په دې متقاعده کړه چې تروريزم نه شي کيداى افزاري وي او له دغې پديدې څخه استفاده دهيچا په ګټه نه ده او هغه کسان چې لاتراوسه پورې هم له تروريزم  څخه دافزاري استفادې په فکر کې دي او دغه چلند دهغوى په رسمي سياستونو  کې دستراتيژيکي  پروګرامونو يوه برخه ده بايد نور ټاکلو موخو ته درسيدولپاره تروريزم څخه استفاده يوې خوا ته پريږدي که نه دنړۍ له کرکې سره به مخامخ شي .
جمهور رييس محمد اشرف غني په وارسا کې دناتو دغړو هېوادونو دمشرانو په غونډه کې په ډاګه کړه چې تروريزم يوه څلور اړخيزه پديده ده چې بايد پاملرنه ورته وشي .
  دافغانستان ددولت په نظر دغه مسئله دې بايد دافغانانو په ملي نظر دسيمه ئيزو اړيکو له پلوه داسلامي نړۍ او دنړيوالو په نظر وڅيړل شي .
هغه څه چې مهم دي  په سيمه کې له يوه  هېواد پرته چې هماغه پاکستان دى سيمه او اسلامي نړۍ  دافغانستان په باب ګډ نظر ته رسيدلي دي اوس ددې وخت رارسيدلى دى چې هرهيواد دافغانستان دملي واکمنۍ درناوى وکړي او هر هغه څوک چې زموږ په امنيتي  مسئلو کې لاس وهنه کوي او دتروريستي  ډلو ملاتړ کوي او هغوى په غيږ کې نيسي  هغوى ته دافغانستان دخلکو پيغام څرګند دي چې دغه ملت دهغوى په وړاندې  نفرت اوکرکه پيداکوي دلته يواځي  ديوه ملت کرکه طرحه نه ده په تروريستي فعاليتونولاس پورې کولو او د ډار اچوونکو ملاتړ کولى شي دنړۍ په کچه او په اسلامي ټولنه کې شرموونکي پايلې ولري .
نن ورځ نړۍ دهغو شرارتونو په وړاندې چې دتروريستي کړيو له خوا ترسره کيږي يو موټى کيږي  ډار اچوونه دبشريت  دښمني بولي په داسې حال کې چې پاکستان دښه او بد تروريست په لټه کې دى .
  ايا هغه کسان چې دبشريت دښمنان دي کيداى شي ښه اوبد ولري  .؟  تر پرون پورې  پاکستان په هر کار چې  له تروريستي کړيو سره په لاس يو کولو کې ترسرکړل انکاروکړ خو  نن نړۍ ددغه هېواد په نيتونو پوهيدلې ده او په دې پوهيږي  چې له تروريزم څخه په افزاري استفاده  کې دپاکستان  هدفونه  او پروګرامونه  څه دي  مهمه خبره  داده چې دوارسا غونډې دافغانستان دامنيتي او دفاعي ځواکونو اوملت په ملاتړ کې څرګند پيغام وړاندې کړ افغانستان او نړۍ په بشپړه توګه داعتماد اوهمکارۍ په يوه فضا کې دي ځکه په افغانستان کې ملي اونړيوالې گتټې د درک وړ دي او هغه کسان چې په مخالف تګلوري کې روان دي له تجريد او کرکې پرته دې بله هيله  ونه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته