سیاست

په ولسي جرګه کې دکونړ دخلکو استازي : لښکر طيبه په کونړ کې روزنيز مرکزونه جوړ کړي دي دملي دفاع وزارت دغه ادعا رد کړه

کابل باختردليندۍ دمياشتې ١٣نيټه :
په ولسي جرګه کې دکونړ دخلکو استازي سخي مشواڼي ادعا  وکړه چې ګنې دپاکستان لښکر طيبه  ددغه ولايت په ځينو سيمو کې روزنيز مرکزونه جوړ کړي دي.
دباخترآژانس دخبرله مخې  ؛ مشواڼى وايي چې دپاکستان لښکرطيبه په دغو تروريستي مرکزونو کې ځوانان او تنکي ځوانان له پاکستان څخه را ليږدوي او تر روزنې لاندې يې نيسي  او دغه مرکزونه دپاکستان داستخباراتو  په ملاتړ په کونړ ولايت کې جوړشوي دي   او ددغو مرکزونو ټول امکانات له پاکستان څخه دکونړ ولايت ته ليږدول  کيږي.
په ولسي جرګه کې  دکونړ دخلکو استازي مشواڼى دغه راز زياتوي چې په دغو مرکزونو کې  پاکستاني طالبانو او تروريستانو ته دوسلو دکارولو او دتروريستي بريدونو دترسره کولو لارې چارې ور زده کيږي.
مشواڼى وايي چې لښکر طيبه دغه راز هلې ځلې کوي چې دکونړ له هغو ځوانانو او تنکيو ځوانانو څخه چې له دوى سره يوځاى کيږي له دوى څخه استفاده  وکړي.
دمشواڼي  دڅرګندونو له  مخې، تراوسه پورې يو زيات شمير کونډي تنکي ځوانان په دغو مرکزونو کې جذب شوي دي.
دده  دڅرګندونو له مخې، په دغو مرکزونو کې بهرني اتباع هم روزل کيږي  اوبهرني تروريستان  دافغانستان له لويو لارو څخه کونړ ته راځي  اوپه دغو مرکزونو کې ځاى پرځاى  کيږي.
ده په ټينګار سره  له کشفي  او استخباراتي  بنسټونو څخه وغوښتل  چې مشکوک کسان په لويو لارو کې وپيژني او دلښکر طيبه  له خوا دسرتيرو دجذب مخه ونيسي.
لښکرطيبه  په پاکستان کې يوه ډيره تندلاره مذهبي او تروريستي ډله ده  چې دهند او امريکا پرضد فعاليت کوي او دپاکستان دولت ددغې ډلې غوڅ ملاتړ کوي او څه موده مخکې يې ددې ډلې مشر له کورنۍ کلابندۍ څخه آزاد کړ.
دملي  دفاع وزارت وياند دولت وزيري په کونړ ولايت کې دلښکر طيبه  دروزنيز مرکز د جوړولو په باب دکونړ دخلکو ددغه  ادعا په اړوند دباختر آژانس خبريال ته وويل:  په افغانستان کې دتروريستي ډلو فعاليت دامنيتي ځواکونو له سترګو څخه پټ پاتې کيداى نه شي.
هيڅ  هېواد اويا هيڅ تروريستي ډله نه شي کولاى  چې دافغانستان په خاوره کې ځانته پټنځاى جوړکړي.
وزيري وويل: په ډير لنډ ممکن وخت کې  به دهېواد په  ختيځ  کې پوځي تشکيلات پراخ شي .
وزيري کونړ خلکو ته ډاډ ورکړ دملي دفاع وزارت هيڅکله  نه پريږدي  چې تروريستان فعاليت وکړي.
په هر ځاى کې دامنيتي ځواکونو تر جدي څارنې لاندې دي.
ده په کونړ کې ددغه شان مرکزونو دجوړولو ادعا بې بنسټه وبلله .
پاى شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته