ورزش

د کهسان د فوتسال ټيم د آريانا پرټيم بريالى شو

-کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٨
د فوتسال د غوره ليګ سياليو پرون مازيګر په دوو لوبو سره دوام وموند.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيال الحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په لومړۍ لوبه کې د کهسان ټيم د دريو په وړاندې په پنځو سره د آريانا پرټيم بريالى شو او په بله لوبه کې د انجيل او غازي ټيمونو د پنځو په وړاندې په پنځو سره لوبه برابره پاى ته ورسوله.
دغه سيالۍ د شپاړلسو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي چې په دوام يې نن د آزاده ګانو ټيم د صرافانو له ټيم سره او د آمو ټيم د ابو الوليد له ټيم سره لوبې کوي.
د يوبل خبرله مخې: د اتحاد ټيم د هرات ولايت د فوتسال په څلور اړخيزو سياليو کې لومړى مقام وګاټه .
د دغو سياليو په وروستى پړاوکې پرون د اتحاد او پامير ټيمونو لوبه وکړه چې نتيجه د دريو په وړاندې په پنځو سره د اتحاد ټيم په ګټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم لومړى مقام وګاته.
دغه راز د پامير او د طلوع خورشيد ټيمونو دويم او دريم مقامونه وګټل.
دغه سيالۍ په هرات ولايت کې د افغانستان د ځوانانو د پرمختيايي سازمان له خوا د هرات د سيمه ييزو پوليسو، طلوع خورشيد، اتحاد او د پامير ټيمونو ترمنځ د شهيد ميرويس صادق په لوبغالي کې پيل شوې وې چې پرون د وروستي پړاو په ترسره کيدو سره پاى ته ورسيدې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته