فرهنګ

د DAARTT په نامه یوې نړیوالې مؤسسې د افغان ځوانانو لپاره پر کاري او روزنیزواسانتياوو خبرې وکړې.

کابل باختردثور ٢٤مه :
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانود چاروپه معینیت کې د DAARTT په نامه دیوې نړېوالې مؤسسې مسؤلینو د ځوانانود چارو له معین ډاکټر کمال سادات سره د افغان ځوانانو د روزنیزو پروګرامونو، ټریننګونو او لنډمهال ښوونیزو کورسونو د اسانتياوودبرابرولولپاره ناسته ترسره کړه.
د یادې مؤسسې یوه مسؤل محمد عارف ایوبي د ځوانانود چارو له معینیت څخه وغوښتل، چې د یو ګډ تفاهم له مخې دې له دوی سره همکاره شي؛ ترڅو افغان ځوانانو لپاره په بیلابېلو برخو کې لکه د ځوانانو لپاره د مناسبو تفریحي ځایونو جوړول، لنډمهاله کورسونو ته د ځوانانو ورپيژندل او همداراز په نورو تعلیمي پروګرامونو او  سیمینارونو کې ځوانانو ته اسانتياوې برابرې کړي.
په همدې مهال د ځوانانود چارو معین ډاکټرکمال سادات د ډارټ مؤسسې مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې له خپلو شته امکاناتو څخه په ګټې اخستنې سره به هڅه وکړي؛ ترڅو افغان ځوانان هر اړخیز پرمختګ وکړي.
سادات زیاته کړه،چې د ځوانانو چارو معینیت د تل په څېر هوډ لري، چې افغان ځوانانو ته په بیلابيلو برخو کې کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده،چې د ځوانانود چارو معینیت د افغان ځوانانو ترمنځ ښه همغږي رامنځته کړي او ترڅنګ يې له هېوادڅخه په بهرکې له ميشتو ځوانانو سره هم د افغان ځوانانو د لیدنې او بیلابيلو سفرونو په برخه کې زمینې مساعدې کړي. فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته