فرهنګ

دکمال الدين بهزاد دسيمينار دجوړولو لپاره دريمه مقدماتي غونډه جوړه شوه

کابل باختر دمرغومي  شپږ ويشتمه :
په افغانستان کې  دميناتورى ښوونځي دبنسټ ايښودونکى  کمال الدين بهزاد سيمينار دجوړولو لپاره دتياري کميسيون دريمه غونډه نن  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر دمعين پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ  جوړه شوه
دباختر اژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دغوڼدې په پيل کې پوهاند باوري دهېواد  دفرهنګي ، هنري او سياسي  شخصيتونو يادونه او درناوى  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له مهمو دندو څخه  وبلل .  او ويې ويل چې دهېواد  دمشهور ميناتوريست او انځورګر استاد کمال الدين بهزاد هروي  دکارونو  دقدردانى په خاطر دغه سيمينار جوړېږي .
  ده  دغونډې له برخه والو څخه وغوښتل چې  ددغه سيمينار دجوړولوپه خاطر په ګډه  اوهمغږى  ډول هلې ځلې وکړي .
  وروسته دغونډې برخه والو په اجندا کې دشاملو موضوعګانو په باب خبرې اترې وکړې .
  ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته