سیاست

جمهوررئیس غني د فاریاب په ولایت کې د یوه جومات سوځول له اسلام سره دښمني وبلله

کابل_باختر_ د وري د مياشتې ٢١مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د فاریاب په ولایت کې د تروریستانو له خوا د یوه جومات سوځول په کلکه وغندل او دغه عمل یې له اسلام سره څرګنده دښمني وبلله.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر له لارې باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د فاریاب ولایت د چارواکو د معلوماتو له مخې، کله چې د افغانستان د خلکو دښمنانو د تېرې سې شنبې په ورځ د دغه ولایت د شیرین تګاب په ولسوالۍ کې د هېواد له امنیتي ځواکونو سره په مخامخه جګړه کې ماتې وخوړه، نو د تیښتې پر مهال یې په دغې ولسوالۍ کې یوه جومات او څو کورونو ته اور واچاوه چې د دغې اور اچونې له امله دغه جومات او په جومات کې یو زیات شمېر موجود قرآن شریفونه وسوځېدل.
جمهور رئیس غني د جومات سوځول او هغه ته بې حرمتي د اسلام د مقدس دین پر خلاف نه بخښوونکی عمل او د افغانستان د خلکو پر عقیدوي حریم تیری وباله، ويې ویل چې د اسلام پرخلاف دا ناروا عمل په هیڅ صورت موږ ته د منلو وړ نه دی او عاملین به یې زموږ له قوي غبرګون سره مخامخ شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د دغه جنایت د ترسره کوونکو د نیولو او د قانون منګولو ته د هغوی د سپارلو لپاره له ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته