سیاستخبرونهامنیتTOP

خلیفه سراج الدین حقاني: حکومتي وياندويان بايد هڅه وکړي، چې پر حقايقو ولاړ او پر وخت مالومات له رسنيو سره شريک کړي

کابل، د مرغومې ۲۱مه، باختر
د کورنیو چارو وزارت له لوري د ټولو ولایتونو د امنیې قومندانیو او والیانو د ویاندویانو د ظرفیت لوړونې په موخه پیل شوی ۵ ورځنی سیمینار نن د دغه وزارت د سرپرست، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معینیت د سرپرست، د اسلامي امارت مرکزي ویاند، د وزارتونو د ویاندویانو او یو شمېر نورو مسولینو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسېد.
د یاد وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني په دغه غونډه کې وویل حکومتي وياندويان هڅه کوي، چې له ټولو دولتي او خصوصي رسنيو سره ښه همغږي ولري او اړوند مالومات پر وخت ورسره شریک کړي او خصوصي رسنۍ هم بايد هڅه وکړي، چې د چا تر تاثیر لاندې را نه شي او د هېواد واقعي انځور او روان حقايق خلکو ته وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت ټول ویاندویان باید ملي او ټولنیز فکر ولري، اختلافي مسایل مطرح نه کړي او افغان ولس د یوالي او مثبتې اصلاح لپاره هڅې وکړي او همدا د دوی ملي مسوولیت دی.
حقاني همدارنګه وویل چې د ولايتي او مرکزي وياندويانو ترمنځ ښه همغږي به په رسنيز ډګر کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې او پر مختګونه لا ښه وځلوي او ټول حکومتي وياندويان بايد هڅه وکړي، چې پر حقايقو ولاړ او پر وخت مالومات له رسنيو سره شريک کړي.
په ورته وخت کې د کورنیو چار وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري وویل چې د حکومت ویاندویان باید هڅه وکړي، چې له رسنیو سره پر وخت اړوند مالومات شريک کړي تر څو په دې برخه کې شته شکایتونه پای ته ورسېږي.
په همدې حال کې د اسلامي امارت یو شمېر ویاندویان چې له ولایتونو څخه د یاد سیمینار په موخه کابل ته راغلي دي د دغه سیمنار څخه د خوښي څرګندولو ترڅنګ وایي، چې په دې سره به د رسنیو او ویاندویانو ترمنځ لا ښه همغږي رامنځته شي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي مارت د ولایتي ویاندویانو د ظرفیت لوړونې په موخه دغه سیمینار په داسې حال کې پای ته ورسېد، چې تر دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د باختر اژانس ولایتي خبریالانو ته هم ورته سیمینار جوړ شوی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته