امنیت

دکوکنارو دکرکيلې محصولاتو کمښت موندلى دى

کابل باختر  دليندۍ دمياشتې  ١٩ :
دغور دوالي ويندوى په دغه ولايت کې دکوکنارو دکرکيلې دمحصولاتو دکمښت خبرورکړ .
دغور دوالي ويندوى عبدالحى خطيبي  چې نن يې دباخترآ ژانس  له خبريال سره خبرې کولې وويل : دوچکالۍ او داوبو دکمښت له  امله په دغه ولايت کې دکوکنارو په سلو کې څلويښت کرکيله  له منځه تللې  ده  او کروندګر په دې نه دي بريالي شوي چې له خپلو  کروندو سره مناسب محصولات ترلاسه کړي.
ده وويل  دغه شمير له نشه يې توکو سره دمبارزې د موظف هيت له پلټنې او تحقيق وروسته   چې ددغه ولايت په  کچه  ترسره شوي دي  ترلاسه شوي دي.
خطيبي  وويل چې ددغه ولايت مسوولين دکوکنارو دکرکيلي دله منځه وړلو په خاطر دمبارزې په لاره کې له هيڅ  راز هلو ځلو څخه  ډډه نه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته