کابلباختر دزمري٢٥ مـــــــــــــــه
دکابل ښار په تايمنيو کې د بريښنا دشارتي له ا مله اور ولګيد
دکابل د١٠١ اسمايي زون دقوماندانۍ امنيتي مرستيال سمونوال محمدداوودامين دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې پيښه کې چې نن سهار په درې نيمو بجو د تايمنيو دلسم سړک دترکانو په ګدام کې اور ولګيد ،دسر زيان نه دى او ښتي خو مالي تا وان اوښتي دى چې ا ندازه يې لا تر اوسه پورې نه ده څرګنده شوى.
امين وويل: دترکانو ګدام دتايمنيو په لسم سړک کې دکورونو ترمنځ دى اوګاونډيو کورونو ته داور له خپريدو مخکې داور وژنې کارکوونکو وکولاى شول اور ووژنې .