کابل/ د زمري ۲۹مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن په کابل کې میشت د پاکستان له سفیر زاهد نصرالله خان سره تودیعي لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ډیورڼد کرښې په اوږدو کې د وروستي تاوتریخوالي په اړه بحث وشو، او هوکړه وشوه، چې دا موضوع به د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې تعقیبېږي.
د ملي امنیت سلاکار ښاغلي خان ته په راتلونکي کې د بریا هیله وکړه.
///////////////////////