اقتصاد

د ماليې وزارت خبرتیا

کابل / د وږي ۲۰مه / باختر
د مالیې وزارت د مرکزي ادارو ټولو مسوولینو او کارکوونکو، د عوایدو او ګمرکاتو معینیت، دولتي شرکتونو او د ولایتونو ګمرکونو د ریاستونو ټولو کارکوونکو ته خبر ورکول کېږي چې سر له ننه (د وږي میاشتې له ٢٠مې) خپلو دندو ته حاضر او خپلې ورسپارل شوې چارې له ځنډ او ټکني کېدو پرته پرمخ یوسي. که چېرې یاد مامورین تر دوشنبې (د وږي ٢٢مې) پورې خپلو دندو ته حاضر نه شي؛ د همدې میاشتې له لومړۍ نېټې غیر حاضر ګڼل کېږي.
یادښت:
١ ۔ ښځینه کارکوونکې له دې خبرتیا څخه تر هغه وخته پورې چې دوی ته مناسب کاري چاپېریال برابرېږي، مستثنی دي.
٢۔ په کابل ولایت کې کاري وخت د لنډې مودې لپاره د سهار له ۸ بجو څخه د غرمې تر ۱۲ بجو پورې دی، خو د ولایتونو د ګمرکونو د ادارو کارونه د پخوا په شان د سهار له ۸ بجو د مازیګر تر ۴ بجو پورې دوام کوي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته