ټولنه

ډاکتر کمال سادات : په بېلابېلو برخو کې دځوانانو ونډه اخستنه دهېواد په پرمختګ کې اغيزمن رول لري .

کابل باختر د مرغومي اتمه :
دځوانانو دچارو معين ډاکترکمال سادات نن په افغانستان کې دځوانانو دنړيوالو پرمختيايي موخو دبنسټ له مسوول سره وکتل .
  دباختراژانس دخبرله مخې ، په دې کتنه کې  په افغانستان کې دځوانانو دنړيوالو پرمختيايي  موخو دبنسټ مسوول  صلاح الدين کبير ددغه بنسټ دفعاليتونوپه اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل چې دوى له وزګارتيا ، بې وزلى ، دژوندانه دچاپيريال دککړتيا دمخنيوي او دفرهنګ دپرمختيا په خاطر  دمبارزې په لاره کې کار کوي او دغه راز ده له دغه بنسټ سره دځوانانو چارو دمعينيت  په همکارى باندې ټينګاروکړ .
ډاکتر سادات  ددغه بنسټ مسوول ته  دځوانانو دچارو دمعينيت  دهمکاريو ډاډ ورکړ او څرګنده يې کړه چې په بېلابېلوبرخو کې  دځوانانو ونډه اخستنه دهېواد په ترقي او پرمختګ کې اغيزمن رول لري .
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته