ټولنه

په فراه کې د اوبو څلور بندونه جوړ شول

کابل- باختر د سلواغې دمياشتې ١٠
د فراه ولايت په مرکز او د جوين او بالابلوک په ولسواليوکې د اوبو د څلورو بندونو کار نن بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شول.
د اوبو دغه بندونه د هېواد د انرژى او اوبو وزارت له خوا د درې مليونو دوه سوه پنځوسو زرو افغانيو په لګښت د ساتنې او څارنې د پروژو تر نظر لاندې په دوو مياشتوکې جوړ شوي دي.
د فراه ولايت د اوبو لګولو د ادارې رييس عبدالظاهر باختر آژانس ته وويل: د اوبو دغه بندونه دوه زره هکتاره زراعتي ځمکې خړوبوي او بزګرانو ته يې زياتې اسانتياوې برابرې کړې دي.
د اوبو د دغو بندونو د پرانستلو په مراسموکې د فراه والي محمد آصف ننګ، د ولايتي شورا رييس او د دغه ولايت د اوبو لګولو رييس او د دغو سيمو يو زيات شمېر اوسيدونکو ګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته