کابل/ باختر/ د زمري ۱۷ مه
دعرفات د ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پيغام!
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه هيئت دعرفات د رارسېدو له امله زيارت کوونکو او د الهي لارې عاشقانو ته چې خپل سيرت او کړنې يې د تقوا، انسان دوستۍ او نوع پالنې په ګاڼو سره صيقل کړې دي او د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي ( ص ) د سنت د اجرا په خاطر عرفاتو ته ځي ، مبارکي وايي.
همدا رنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه هيئت له افغان زيارتکوونکو څخه چې د مليونونو نورو زيارت کوونکو په جمله کې عرفاتو ته ځي هيله لري، چې په هېواد کې د سراسري سولې د تامينولو او د ټپي هېواد د پرمختګ، ابادۍ او ترقۍ په خاطر د خداى (ج) دربار ته لاسونه لپه کړي، ترڅو زموږ له هېواد څخه نفاق اوشقاق له منځه لاړ شي او پرځاى يې ورورولي، متقابل درک او يو بل مننه دود شي .
د هغو ټکو رواجول چې يادونه يې وشوه ترقي، پرمختګ، سوکالي او نيکمرغي له ځان سره لري .
ختم_ ف _اکرم
10 1 دقیقه لوستل