ورزش

اجرائيه رئيس: په سپورتي ادارو کې ستونزې پای ته رسوو

کابل باختر د غويي د مياشتې ١٩ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د ورزشي خبریالاتو د فدراسیون له غړو سره، په سپېدار ماڼۍ کې د خپل کار په دفتر وکتل.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې لومړی د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون، د هېواد د خبریالۍ او سپورتي وضعیت د ستونزو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې په سپورتي ادارو کې اختلافاتو لوبغاړي او د افغانستان اتلولۍ یې اغېزمنې کړي دي.
هغوی وویل، که روان وضعیت بدلون ونه مومي، نو په سپورتي برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې به له منځه لاړې شي او لوبغاړي به زړه توري شي. د دې ترڅنګ هغوی په هېواد کې د ورزشي خبریالۍ په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون غواړی چې به منظم او منسجم ډول سپورتي پېښو ته خبري پوښښ ورکړي.
د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون د خپلو لاسته راوړنو په اړه هم اجرائيه رئيس ته معلومات ورکړل او هم یې د نړۍ د ورزشي خبریالانو فدراسیون له لوري له ورزش او رسنیو څخه د اجرائيه رئيس د ملاتړ په اړه، ډاکټر عبدالله عبدالله ته را استول شوی تندیس هم ډالۍ کړ.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون چارې او لاسته راوړنې وستایلې او د ملاتړ ډاډ یې ورکړ.
اجرائيه رئيس وویل، کوښښ کوي چې د ملي یووالي حکومت ډير ژر په سپورتي ادارو کې رامنځته شوي ستونزې حل کړي؛ خو اختلافونه او ناندرۍ نباید د لوبغاړو په روحیه اغېز وکړي او د هغوی فعالیتونه له خنډ و ځنډ سره مخامخ کړي.
د هېواد اجرائیه رئیس وویل، له رسنیو او ورزشي ادارو څخه ملاتړ د حکومت دنده ده او هغوی ته د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو او د ستونزو لرې کولو لپاره یې هڅې کوي.
د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون په 2016 کال کې د اسیا د تر ټولو غوره فدراسیون د سپینو زرو او د دې فدراسیون غړي ابراهیم مومند په 2016 کال کې د اسیا د غوره ورزشي خبریال د سرو زرو مډال اخیستي وو.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته