کابل /دمرغومي ٣مه /باختر :
په پروان کې په يوشمېر مالدارو کورنيو پرون دڅارويو خوراکي توکي وويشل شول .
دپروان دکرنې اومالدارى رييس عبدالوهاب خيرزادباختراژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې په ٢٤٤ مالدارو کورنيو دڅارويو ژمني خوراکي توکي وويشل شول .
هغه وويل چې په هرې کورنۍ چې په دغه ولايت کې دمالدارى دکوپراتيفونو غړيتوب ولري ١٥٠ کيلوګرامه خوراکي توکي ويشل کېږي .
ختم_ ج _ اکرم