کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٥
لس تنه وسله وال طالبان په فارياب او سرپل ولايتونوکې د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول او اووه تنه نوريې ټپيان شول.
دغه جګړى تېره شپه او نن سهار د کوهستاناتو او د آلمار په ولسواليوکې هغه وخت ونښتې چې پوځيانو د طالبانو د سپرلۍ په کاروانو بريدونه وکړل.
د ملي اردو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو جګړوکې ١٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شوي او ٧ تنه نوريې ټپيان شوي دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ