کابل باختر دوري ديرشمه :
د بغلان ولايت د پوهنې رييس نن سهار د طالبانو له بريدڅخه روغ رمټ پاتې شو.
د بغلان ولايت دخبري څانګې مسوول احمد بشير آرين باخترآژانس ته وويل چې د بغلان ولايت د پوهنې په رييس ډاکتر محى الدين پيکان حيدري کله چې د پلخمري ښار د سيلو په ساحه کې خپلې دندې ته روان و، د غير مسوولو وسله والو کسانو له خوا بريد وشو .
خبرځاى زياته کړه: د دغه بريد په نتيجه کې د ده د سپرلۍ موټر چلوونکى ووژل شو او ورور يې ټپى شو او په خپله روغ رمټ پاتې شو .
3 د یوې دقیقې څخه لږ