امنیت

دملي دفاع وزارت دوه تنه منسوبين وستايل

کابل باختر د ثور دويمه
دمشرانوجرګې دويم نايب انجنيرحسيب الله کليمزي پرون ديوې کتنې پر مهال د ملي دفاع وزارت دوه تنه منسوبين وستايل.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
به دې کتنه کې دمشرانوجرګې دويم نايب په خپلو خبروکې دهېواد دزړه ورو امنيتي ځواکونو پرتمويلولواوسمبالولودټينګارتر څنګ،د ډار اچوونکو ترهګرو پر وړاندې د ويښو امنيتي ځواکونو له رشادت، ځان تېرېدنې او مبارزو څخه په نيکۍ يادونه وکړه او ويې ويل، د افغانستان خلکو د خپلو امنيتي ځواکونو مېړانې نه دي هيرى کړي او په ټول ځواک د دوي ملاتړ کوي اوپه پاي کي انجنير حسيب الله کليمزي د مشرانو جرګې د هميشني ملاتړ په لړ کې د يو شمېر سناتورانو په حضور د ملي دفاع وزارت د جلب او جذب قوماندان تورنجنرال محمد ابراهيم احمدزي او د دغې قوماندانۍ مرستيال ډګروال عبدالبصير سمند آبي ته د دغې جرګې ستاين ليکونه ډالۍ او د دوي د لا زياتوبرياوو هيله يي وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته