اقتصاد

ټولې ادارې دې په شفاف ډول سره کلنۍ بوديجه مصرف کړي

ګرديز باختر د چنګاښ د مياشتې ۲۷ مه
ټولې دولتي ادارې دې تر ټاکلي وخت پورې په شفاف ډول سره کلنۍ بوديجه مصرف کړي.
دغه څرګندونې د پکتيا والي شميم خان کټوازي د دغه ولايت له ټولو اداري مسولينو سره په اداري غونډه کې وکړې.
والي وویل هغه کلنۍ عادي او پراختيایي بوديجې، چې د بيارغونې او پراختيایي کارونو لپاره ورکړل شوې دي، په تر ټاکلي وخت دې په شفاف ډول سره مصرف شي،څو د ولس هغه ستونزې چې دوی ورسره مخامخ دي له منځه لاړې شي.
کټوازي زياته کړه، که د کومې ادارې مسؤل د بوديجې په مصرفولو کې پاتې راغی، له قانوني چلند سره به مخامخ شي.
دغه راز کټوازي ټولو اونده مسولينو ته لارښوونه وکړه، چې د غصب شويو ځمکو او غاصبينو په اړه مالومات له ولايتي ادارې سره شريک کړي.
د وويل چې، د عصب شويو ځمکو په برخه کې یې مبارزه جدي ده او ټولې دولتي ځمکې به د غاصبينو له منګلولو څخه خلاصې کړي او له غاصبينو سره به قانوني برخورد وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته