اقتصاد

د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق یو کلن فعالیتونه تایید شول

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ۳۱مه
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناﺀ په چارو کې د ولسمشرۍ د عالي مقام ستر سلاکار پروفیسور محمد همایون قیومي او د افغانستان لپاره د نړیوال بانک د رئیس شبهام چوهدري، په ګډه مشرۍ او د جنوبي آسیا لپاره د نړیوال بانک د مرستیال هارتویګ شفر په شتون کې د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق د مشرتابه کمېټې غونډه پرون په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وشوه.
د مالیې وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې له افغانستان سره د ۱۹ مرسته کوونکو هېوادونو سفیرانو او استازو ګډون کړی و او د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق په رول چې د څو مرسته کوونکو له خوا او د نړیوال بانک له خوا اداره کېږي بحث وشو او د (۱۳۹۷-۱۳۹۹) کلونو لپاره یې د خپلو درې کلنو همکاریو او ستراتیژیو چوکاټ د پرمختګ ارزونه وکړه.
د افغانستان د بیارغونې صندوق د افغانستان د ملي بودیجې د ملاتړ ستره سرچینه او د افغانستان د ملي پراختیا د ستراتیژۍ پلي کوونکې ده. د دغه صندوق له لارې د افغانستان حکومت له نړیوالو شریکانو سره د بېوزلۍ کمولو، د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو، د غیرنظامي بودیجې د عملیاتو د لګښتونو د ساتلو او د کلیدي اصلاحاتو په موخه کار کوي.
د مالیې وزارت سرپرست پروفیسور محمد همایون قیومي، په پرانیسته وینا کې د افغانستان د بیارغونې صندوق د رول او ارزښت د بیانولو ترڅنګ وویل: " د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق د تاسیس له مودې تر دې دمه د افغانستان د ملاتړ یو کلیدی وسیله ده. حکومت دغه صندوق د یوه انعطاف پذیر میکانیزم او د افغانستان له لومړیتوبونو سره سم د پراختیایي اړتیاوو او تمویلوونکو د مرستو همغږي کولو تامین لپاره د وړ چوکاټ په توګه پېژني."
هغه زیاته کړه: " د حکومت کلیدي موخه د عوایدو لوړېدو لپاره د پایداره کرنیز پروګرام پراختیا (ASAP)، د ځان بسیاینې بهیر ګړندی کول او په مرستو د تکیې را کمول دي.  وړیا مرستې به د ۲۰۲۰ میلادي کال او تر هغه ور ا خوا ۲۰۲۴ میلادي کال پورې دوام وکړي. د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق د تمویلوونکو له دوامداره مرستو څخه ډېره مننه کوم."
د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال هارتویګ شفر په خپلو خبرو کې وویل:" د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق د افغانستان دولت د ملي بودیجې د تمویل ستره او پایداره سرچینه ده چې د ۳۴ مرسته کوونکو بنسټونو او هېوادونو په استازیتوب د نړیوال بانک له لوري اداره کېږي."
هغه زیاته کړه: "د افغانستان د بیا رغونې صندوق د نړیوال بانک او د هغو هېوادنو لپاره چې جګړه او نا امنه دي، د معلوماتو د تامینولو د باور وړ یوه سرچینه ده." نوموړي د ناستې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل : "د نړیوال بانک ګروپ د افغانستان خلکو د ثبات او ښې راتلوونکې لپاره د نورو پراختیایې همکارانو او ادارو سره په همغږۍ د افغانستان د دولت سره خپلو مالي همکاریو ته دوام ورکوي."
د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس شبهام چوهدري د حکومت د لومړیتوبونو د پرمختګ او له ۲۰۲۰ میلادي کال وروسته ځان بسیاینې ته د رسیدو لپاره د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د دوه اړخیزه همکاریو او همغږۍ په اړه معلومات ورکړل.
په دې ناسته کې د صندوق د رهبرۍ کمیټې غړو د همکاریو او مالي پروګرامونو له چوکاټ سره سم یو کلن فعالیتونه تایید کړل او د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق د تمویل په موخه یې د خپلو همکاریو او قوي مشارکت د دوام ژمنه وکړه.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته