فرهنګ

ډاکترکمال سادات: د چارو د ښه والي لپاره هلې ځلې د مکافاتو وړ دي

کابل باخترد سلواغې نولسمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکترکمال سادات په اړوندو  مرکزونوکې د مجازاتو او مکافاتو د فرهنګ د پياوړتيا په لټه کې دى او نن يې د باختر د خبري آژانس خبريالان وهڅول.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست هلې ځلې کوي چې د مکافاتو او مجازاتو د فرهنګ په پياوړي کولو سره په چاروکې نيمګړتياوې پاى ته ورسوي او ځوانو او متحرکو استعدادونو ته د کارلپاره زياته زمينه برابره کړي.
په لومړي ګام کې ده د باختر هغه خبريالان  وستايل چې د ورسپارل شويو دندو په ترسره کولوکې يې د خبريالى له اساساتو سره سم عمل کړي دي.
ډاکتر سادات چې د باختر له خبريالانو سره خبرې کولې؛ وويل: د چارو د ښه ترسره کولو لپاره هلې ځلې د مکافاتو سبب او بې پروايي په مسلمه توګه د مجازاتو سبب کيږي .
ده په ټينګار سره له اړوندو اداروڅخه وغوښتل چې د چارو د ښه والي لپاره هلې ځلې وکړي او له بې پروايى څخه دې ډډه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته