خبرونهامنیت

د مالیې وزارت د بشري منابعورییس ونیول شو

۴٣- کابل / د مرغومي ۲۸ باختر
د ماليې وزارت د بشري منابعورییس د جمهوري ریاست له حکم څخه د سرغړونې په اړوند ونیول شو.
د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې، لوی څارنوالۍ تایید کړه چې د ماليې وزارت د بشري منابعورییس د جمهوري ریاست له حکم څخه د سرغړونې په اړوند نیول شوی دی.
د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن تایید کړه چې د ماليې وزارت د بشري منابعورییس محمد غلام ملاخیل پرون د څارنوالۍ او د کابل د پولیسو په یو ګډ اقدام کې نیول شوی دی.
رسولي زیاته کړه چې ملاخیل له وظیفوي صلاحیت څخه د ناوړې استفادې او د جمهوري ریاست له حکم څخه د سرغړونې په اړوند نیول شوی دی.
د هغه د څرګندونوله مخې، محمد غلام ملاخیل اوس ترڅېړنې لاندې دۍ او په ده لګول شوی تورڅېړل کېږي.
ویل کېږي ملاخیل د مالیې د اوسنی وزير عبدالهادي ارغندیوال نږدي خپلوان دی.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته