سیاست

حکومت هڅه کوي چې روغتیاي سکتور په پښو ودروي، هم خپله او هم هغه کسان چې د روغتیاي سکتور د پیاوړتیا او ځان بساینې په برخه کې خدمت کوي، ملاتړ وکړي.

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١٦ نيټه :
حکومت هڅه کوي چې روغتیاي سکتور په پښو ودروي، هم خپله او هم هغه کسان چې د روغتیاي سکتور د پیاوړتیا او ځان بساینې په برخه کې خدمت کوي، ملاتړ وکړي.
د غه خبره د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیرمحمدخان  د کریمي مډیکل کمپلکس پرانیست غونډې ته وکړه.
په دې غونډه کې د اجرائیه د ریاست لومړي مرستیال په ګډون      د سولې عالی شورا رئیس، د کابینې غړو، دجمهور رئيس سلاکار       او نورو دولتي چارواکو برخه اخیستې وه.
په پیل کې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیرمحمدخان د کریمي مډیکل کمپلکس له فعالیت څخه خوښي څرګنډه کړه او وې ویل: له افغانستان څخه هر کال زرګونه کسان د ښو روغتیایي خدمتونو د تر لاسه کولو لپاره بهرنیو ملکونو، په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادنو ته ځي او د فقر او بېوزلۍ  سره سره بیاهم د درملنې لپاره په ډیره بیه  د خپلو کورنیو درملنه کوي.
د لومړي مرستیال په وینا: که چېرې د حکومت تر څنګ پانګه وال او ملي سوداګر د روغتیا په برخه کې پانګونه وکړي، غوره روغتیايي او کیفیت لرونکي خدمتونو وړاندې کړي دا به هم د پانګه والو په ګټه وي، هم به مو هېواد وال له ډیرو مصارفو څخه وژغورل شي او هم به د حکومت بودیجې ته څه نا څه ګټه ورسېږي.
نوموړي زیاته کړه: حکومت هڅه کوي چې روغتیاي سکتور په پښو ودروي، هم خپله او هم هغه کسان چې د روغتیاي سکتور د پیاوړتیا او ځان بساینې په برخه کې خدمت کوي ملاتړ وکړي.
لومړي مرستیال د کریمي مډیکل کمپلکس له مشرتابه څخه مننه وکړه چې د یو ملي فکر له مخې يې اقدام وکړ او په داسې یو کار یې لاس پورې کړ چې هم به یې ځانته او هم به یې ولس ته ګټه ورسېږي.
همدا راز نوموړي د کریمي مډیکل کمپلکس له مشرتابه، ډاکټرانو  او کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه چې په پوره ایماندارۍ او د ملي، اسلامي او انساني احساس له مخې دې د خپلو وطنوالو درملنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته