سیاست

دځورونې دبندولو دکنوانسيون درپوټ مسوده لاسليک شو .

کابل باختر دلړم ديرشمه :
دځورونې  دبندولو دکنوانسيون درپوټ مسوده نن درهبري دکميټې ، کاري او تخنيکي کميټې او دهمغږۍ دکميټې  دغړو له خوا دبهرنيو چارو  په وزارت کې لاسليک شوه .
دبهرنيو چارو  وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دې غونډه کې چې دبهرنيو چارو وزارت دسياسي معين حکمت خليل  کرزي او دغړو او دهيواد داړوندو دولتي  ادارو  دجګپوړومقاماتو په ګډون جوړه شوه دغه مسوده لاسليک شوه .
ديادونې وړده چې دځورونې دبندولو کنوانسيون د ١٩٨٥ ميلادي کال دفبروري  دمياشتې په څلورمه نيټه دغړو دولتونو له خوا لاسليک شو او دافغانستان دولت  د ١٩٨٥ کال داپريل دمياشتې په لسمه نيټه له هغه سره ملحق شوى دى. ژمن دولتونه مکلف دي چې مقدماتي رپوټ تريوکال پورې او دوريي رپوټونه له  هرو څلورو کلونو وروسته برابر او دځورونې دبندولو دکنوانسيون کميټې ته يې  وړاندې کړي .
دافغانستان دولت خپل وروستى مقدماتي رپوټ د ٢٠١١ ميلادي کال دجنوري دمياشتې په يو ويشتمه نيټه دځورونې دبندولو کميسيون ته وړاندې کړى دى .
درپوټ دبرابرولو بهير دبين الوزارتي  جوړښت له مخې درهبرۍ دکميټې  ، کاري تخنيکي کميټې او دهمغږۍ دکميټې په جوړولو سره پرمخ وړل شوى دى .
دغه رپوټ درهبرۍ  دکميټې  له خوا له تصويب  وروسته دملګروملتو سازمان ته ليږل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته