ټولنه

يو تن د ترافيکي پيښې له امله ووژل شو

کابل – باختر دليندى دمياشتې ٢
په باميانو ولايت کې نن سهار د ترافيکي پيښې له امله يو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
دباميانو ولايت ترافيکو مدير د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه دباميانو په ښارکې د دريو موټر سايکلونو د ټکر له امله رامنځته شوه چې له امله يې يو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
د ترافيکو د مدير دڅرګندونوله مخې: د دغې پيښې علت ګړنديتوب او د ترافيکي قوانينو نه رعايتول دي .
د يادونې وړ ده چې د دغې پيښې د ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته