ټولنه

دنيکمرغه کوچني اختر په ورځوکې ښې روغتيايي اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي

کابلباختر داسد١٦
دعامې روغتيا وزارت د روغتيايي قوانينو د تطبيق دڅارنې رئيس وايي چې دنيکمرغه کوچني اختر په بختورو ورځو کې هيواد والو ته دښواسانتياوودبرابرولو په مقصديو زيات شمېر درملتونونه او روغتيايي مرکزونه د ښو روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په مقصد په کابل ښارکې د نوکريوالي په اجراکولو موظف کړاى شوي دي.
دعامې روغتيا وزارت د روغتيايي قوانينو د تطبيق د څيړنې رئيس ډاکتر سيدابراهيم کامل چې په دې اړوند يې نن د باخترآ ژانس له خبريال سره خبرې کولې؛ وويل: دهغو خصوصي روغتيايي مرکزونو اودرملتونونو ترڅنګ چې پخوا له برا بر شوى لست سره سم د ٢٤ ساعته نوکريوالي په اجرا کولوموظف دي چې يو شمېرنوردرملتونونه او روغتيايي مرکزونه هم دنيکمرغه کوچني اختر په ورځو کې د لازمو اسانتياوو د برابرولو په مقصد د٢٤ ساعته نو کريوالي په ترسره کولو موظف کړى شوي دي.
ډاکترکامل څرګنده کړه چې ددغومرکزونو دفعاليت بهير ددغه رياست دموظف هيئت له خوا شپه او ورځ کنتروليږي او له سرغړونکو متصديانو سره به قانوني چلند وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته