کابل / د چنګاښ ١٢مه/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمدطاهر زهير نن د دغه وزارت له سلاکارانو سره په کتنه کې وويل چې پرله پسې جګړو د دغه هېواد فرهنګ له تجريد سره مخ کړى دى او خوځښت ته اړتيا ده .
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې : زهير دغه راز وويل چې فرهنګ، د يو هېواد بنسټ دى او د دې وخت رسيدلى دى چې فرهنګي مرکزونه غښتلي شي او تجريد شوى فرهنګ بيا وځليږي .
ده په کتنه کې دغې موخې ته د رسيدو لپاره د جامع او عملي پروګرامونو پر جوړولو ټينګار وکړ.
په کتنه کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکارانو هريو د خپلو کړو وړو په باب معلومات ورکړل او د ښه چارو د پرمخ بيولو په خاطر يې خپلې طرحې او پيشنهادونه وړاندې کړل .
پاى ذ
2 1 دقیقه لوستل