امنیت

په افغانستان کې دجګره مارانو دپنځو تنو قوماندانانو نيول کېدل.

کابل – باختر دمرغومې لسمه :
په افغانستان کې دافغان او ناټو دځواکونو ديولړ عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو پنځه تنه قوماندانان ونيول شول.
دغه قوماندان چې ويل کېږي دطالبانو په ډلې او دحقاني په شبکې پورې اړه لري په داسې حال کې چې دقندهار ولايت سپين بولدک او پنجوايي ،دهلمند دنوزاد او دلوګر پل علم په مربوطاتو کې په ترورستي فعاليتونو بوخت وو، ونيول شول.
باختر آژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ په دغو قوماندانانو کله چې غوښتل په خپلو سيمو کې يو لړ ترورستي بريدونو ته سازمان ورکړي دافغان او بهرنيو ځواکونو له خوا بريد وشو او ونيول شول ويل کېږي په دغو عملياتو کې دطالبانو دوسلو او نشه يي توکو درې ديپوګانې هم ترلاسه کړي دي.
به خبرپانه کې ددغو عملياتو په بهير کې دافغان او ناټو ځواکونو او ملکې وګړو دسردزيان په باب څه نه دي ويل شوي
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته