سیاست

دافغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا اعلامیه

کابل / باختر دکب ٢٦مه
دافغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا اعلامیه
د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا له  تېرو څو کلونو څخه په امریکائي او ناټو ځواکونو باندې تل دا غږ کړی دی، چې د افغانستان پر بې دفاع خلکو بمبارۍ ونه کړي، د خلکو کورونو ته د پلټنو لپاره داخل نشي، په یوه او بله پلمه د افغانانو له نیولو او بندي کولو څخه ډډه وکړي، په افغانستان کې جيلونه  ونه لري، د قرآن کریم بې حرمتي دې نه کوي او هيڅ داسې عمل ترسره نه کړي، چې زموږ خپلواکي او ملي  واکمني  تر پوښتنې لاندې راولي، دا ځکه چې افغانستان یو خپلواک اسلامي هېواد دی، د تاریخ په اوږدو کې یې د درنو قربانیو په زغملو سره د خپل دین، خپلواکۍ او ملي واکمني  په پوره مېړانه دفاع کړې ده او د هیڅ زبرځواک په وړاندې یې د غلامۍ سر ندی ټیټ کړی او دایې شعار ؤ او دی، چې سر پرې شوی ښه دی؛ نه ټیټ شوی. سر چې ټيټیږي، نو یواځې د الله تعالی په وړاندې.
الله تعالی مسلمان ته په هیڅ حالت کې ددې اجازه نه ده ورکړې، چې د کافرانو واکمني  او تسلط ومني لکه چې فرمایي: {وَلَن يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا} ﴿النساء: ١٤١﴾
ژباړه: "الله تعالی هیڅکله د کافرانو لپاره پر مؤمنانو د واکمني او تسلط لاره نه ده جوړه کړې"
د افغانستان جمهور رئیس چې د خپل هېواد د ملي واکمني او خپلواکۍ د ساتنې لپاره پر امریکائي ځواکونو د بګرام دجيل سپارلو او له میدان وردګو څخه د خپلو ځواکونو ایستلو او داسې نورو اصلاحاتو لپاره کوم غږ کړی دی؛ دا د افغانستان د مسلمان او مجاهد ملت د زړه آواز دی. که امریکایان بیا هم په خپلو ژمنو نه دریږي او خپلو سرغړونو ته دوام ورکوي؛ نو دابه د اشغال په مانا وي دا به یې خوښېږي، چې د خپل عمل عکس العمل وګوري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته