سیاست

قاضي القضات او دسترې محکمې سرپرست هيواد ته راستون شو .

٣٤-  کابل باختر د غبرګولي ٢٨مه

 قاضي القضات او دسترې محکمې سرپرست قضاوتپوه  پوهاند عبدالسلام  عظيمي چې  دمحکمو داداري په اووم نړيوال  کنفرانس کې  د ګډون په مقصد هالند ته تللي و  نن مازيګر هيواد ته راستون شو .

 د محکمو  داداري په نړيوال کنفرانس کې چې دروان کال دغبرګولي دمياشتې له  ١٤ نيټې څخه تر ٢٦ نيټې پورې دهالند په لاهه ښار کې  جوړ شوي و ،  په  ابهام عصر کې دعدالت په باب دفعاله اوکاري محکمو دجوړولو او ساتلو په لاره کې دستونزو په باب خبرې وشوي .

باختراژانس ته دسترې محکمې دمطبوعاتي دفتردمعلوماتوله مخې:

  په دغه نړيوال  کنفرانس کې دنړيوالو اختصاصي محکمو په اړوند د ډاډ دپيداکولو او ساتلو په لاره کې  دستونزو، د نړيوال  يو اقتصادي بحران په حالت کې دمحکمو دخدمتونو لپاره  ديو کاري چوکات دځانګړي اهميت لرونکو شهيدانو دامنيت دتامينولو اوساتنې دمحکمو داداري او مديريت دچارو دښه والي په مقصد دکمپيوتري تکنالوژي او ارتباطاتو دکارولو ، دمحکمو دقضايي او اداري کارکوونکو ترمنځ دفساد  د منخنيوي  په مقصد دداخلي کنترول په اړوند داغيزمنو ستراتيژيو  دتطبيق ، دمحکمو په سيستم کې له ډله ئيزو رسنيو څخه دابتکاري استفادې ، دمحکمو او دلانجو دحل  په باب دڅيړنيز پروګرام  په اړوند دنظريو  د وړاندي کولو لپاره دغوښتنې،  له کورنيو جګړو وروسته په دولتونوکې په محکمو او دقانون په واکمني کې ديو کاري او فعال  سيستم دساتلوپه برخه کې دستونزو، په اروپا کې هراړخيزو قضايي  هممکاريو له مديريت څخه تر رهبري پورې ددوه اړخيز باور درامنځته کولو په باب دلارو چارو او پرمختياو ، د محکمو  په اداري او مديريت سيستم کې  دنوښتونو، د قضايي مرکزونو دخپلواکي دساتلو او پرمختيا په لاره کې دقضايي شورا درول او دقضايي سيستم دصلاح ديد اودمحکمو په استماعيو او قضايي غونډو کې دخلکودګډون په باب مفصلي  خبرې وشوي  او دبيلابيلو هيوادونو داستازو له خوا ددغو مسئلو په اړوند ويناوي  شوي دي چې دافغانستان قاضي القضات  په وار سره له کورنيو جګړو وروسته په دولتونوکې په محکمو او دقانون په واکمني کې ديو کاري او فعال  سيستم دساتلو په باب  دستونزو په اړوند اوږده وينا کړى چې د علاقمندي وړ ګرځيدلې ده .

 قاضي القضات او دسترې محکمې سرپرست  د کنفرانس  تر څنګ دغه راز دهالند له ځينو جګپوړو عدلي او قضايي چارواکو سره کتلي دي او دمتقابلو قضايي اړيکو دپراختيا په باب يې خبرې کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته