سیاست

تبصره

کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ٤ :
سره له دې چې د ملي وحدت د حکومت د کابينې د نوماند وزيرانو له معرفي کولو څخه څو ورځې تيريږي؛ د استازو په مجلس کې تودې خبرې د دې څرګندوى دي  چې د ولسي جرګې غړي د وزيرانو د ټاکنې دڅرنګوالي په باب په خپلوکې اختلاف لري.
په داسې حال کې چې د هېواد اوسنى حالت له ډيل پرته اوپه سملاسي ډول د اجرائيه قوې جوړولو او فعاليت ته سخته اړتيا لري.
د باختر آژانس مبصر ليکي:  
تيره اوونۍ د ملي وحدت د حکومت ترکيب اعلام او نوماند وزيران  ولسي جرګې ته ورپيژندل شول، اټکلونه او ګومانونه په دې و چې د ولسي جرګې غړي به د هېواد د نازک حالت په پام کې نيولو سره د وزيرانو د انتخاب بهير اوږد نه کړي. ځګه  د دغه مجلس غړي د کابينې د غړو په انتخاب سربېره نورمکلفيتونه او دندې هم لري چې بايد ترسره يې کړي.
که چيرې په هېوادکې د څو تيرو ورځو انکشافاتو ته ځير شو؛ دسياستوالو، دمدني ټولنو د فعالانو او د ملي شورا د غړو ټينګار دکابينې دغړو په انتخاب باندې و، اوس چې دا کار ترسره شوى دى؛ نوماند وزيران له ځينو ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګريوان دي؛ هغه ستونزې چې دولسي جرګې د غړو داختلافونو زيږنده دي.
په دې کې د شک ځاى نشته چې دنوماند وزيرانو د تيرو وختونو او د اوسني حالت  او د دوى د شخصيت  او کړنو په باب پلټنه او تدقيق، په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو حق دى. خو داسې نښې نښانې ترسترګوکيږي چې د استازو د مجلس يوشمېر غړي زياتره سليقوي چلندکوي. په داسې حال کې چې تيرو ناوړو پيښو  ثابته کړې ده چې د شخصي  سليقو  پيروى  او په ځينو حالاتوکې له قضيو سره   قومي ، ژبني، سمتي او ګروهي چلند له ناخوالو پرته بله ګټه نلري او غوره به دا وي  چې دمجلس د غړو چلند د سليقو زيږنده نه وي.
د مجلس غړي دې بايد زياتره اصلاحي چلند غوره کړي؛ ځکه  دا لومړى ځل نه دى  چې د خلکو استازي پيشنهادي وزيرانو ته د رايې ورکولوله بهيرسره مخامخ کيږي. دوى پخوا هم دغه شان پروګرامونه اجرا کړي دي او د کابينې د غړو  د انتخاب په برخه کې به لازم معيارونه په پام کې ونيسي .
مهمه دا ده چې د مجلس غړي بايد د نوماندو وزيرانو د تخصص اصل، ملي تعلقاتو، ظرفيت او کړنو ته پاملرنه ولري چې د يوې تخصصي کابينې د جوړولو لپاره چې په افغاني ټولنه کې هميشۍ ژمنه ده، زمينه برابره شي. په داسې حال کې  چې د موقعيت بدلون او تعبيرونه نه شي کولاى د ستونزې غوټه خلاصه کړي.
سره له دې چې د خلکو د استازو ترمنځ د اختلاف خبره مشهوده ده؛ د معاملو په برخه کې نارې سورې اوريدل کيږي، دا هم د خلکو په استازو پورې اړه پيدا کوي چې د دغه شان آوازو په برخه کې يوخيل او يو شان دريځ ولري او دا ثابته کړي چې دوى ملي او  وګړني اداره  لري چې په هغوکې د معاملو لپاره ځاى نشته.
دغه راز د خلکو استازو ته ضروري ده چې د نوماند وزيرانو د انتخاب د بهير د تطبيق ترڅنګ ځينې نورې مسئلې چې ضروري او جدي دي؛ له نظره لرې ونه ساتي.
هيره دې نه شي چې د ملي بودجې خبره يوه جدي خبره ده چې بايد د نوماند وزيرانو د انتخاب د بهير تر اغيزې لاندې هيره نه شي.
خلک له خپلو استازو څخه د هدفمند او رغنده کار هيله لري او يوازې هدفمند او رغنده کارکولاى شي په ولسي جرګه کې د وکيلانو اعتبار د خلکو په نسبت لوړ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته