– دجلال آباد ښار باختردوږي دمياشتې١٩نيټه :
اووه تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه وسله وال طالبان کله چې په مومند درې ولسوالۍ کې په يولړ تروريستي فعاليتونو بوخت وو، د پوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل، په ې نښته کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
خوږياڼي وويل: دغه ډار اچوونکي د يولړ نويو بريدونو د ترسره کولو په لټه کې وو چې پرې بريد وشو.
ويل کيږي په دې جګړه کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ