سیاست

جمهور رئیس له جهادي او سیاسي مشرانو سره د پاکستان د لوی درستیز د سفر په اړه د مشورتي ناستو لړۍ پیل کړه

کابل باختردتلې دمياشتې  ١٢ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې کابل ته د پاکستان د لوی درستیز د سفر په اړه د هېواد جهادي او سیاسي مشرانو سره د مشورتي ناستو لړۍ پیل کړه. 
دجمهور رئيس دوياندمطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دغه مشورتي ناسته چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې جمهور رئیس یادو مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال کابل ته د پاکستان د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د سفر د جزئیاتو په اړه معلومات ورکړل.
جمهور رئیس غني د سویلي آسیا په اړه د امریکا متحدو ایالتونو           د ستراتیژۍ له اعلان وروسته د سیمې بدلون او برابرو شویو فرصتونو ته په اشارې سره  وویل، د سویلي اسیا او افغانستان په اړه د امریکا متحدو ایالتونو نوې ستراتیژي د سولې لپاره ګټوره ده.
د هېواد جهادي او سیاسي مشرانو له جمهور رئیس څخه د دغې مشورتي ناستې له امله مننه وکړه او همدارنګه یې کابل ته د پاکستان د لوی درستیز د سفر هرکلی وکړ.
یادو مشرانو له پاکستان سره د مذاکراتو پیل مهم وباله او د دغو
مذاکراتو د دوام  ترڅنګ یې ټینګار وکړ چې په دې اړه ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع باید نوره هم پیاوړې شي. 
جهادي او سیاسي مشرانو د افغانستان، سیمه ییزو او بین المللي مهمو مسایلو او سولې ترڅنګ د سویلي اسیا او افغانستان په اړه      د امریکامتحدو ایالتونو دستراتیژۍ له اعلان وروسته له رامنځته شویو فرصتونو څخه د ښې ګټه اخیستنې او راتلونکو ګامونو په اړه هم بحث او خبرې وکړې.
د هېواد جهادي او سیاسي مشرانو د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت  د سولې د بین الافغاني مذاکراتو ، سیمه ییزو همکاریو، سوداګرۍ او ټرانزیټ په اړه هم خپل لیدلوري شریک کړل او په دې برخو کې یې  د حکومت د لاسته راوړنو قدرداني وکړه.
د دغې مشورتي ناستې ګډونوالو له جمهور رئیس څخه له دې امله مننه وکړه، چې د مهمو ملي مسایلو په اړه یې تل د دوی نظریات او مشورې غوښتي او همدارنګه یې ټینګار وکړ چې د تېرو څلورو لسیزو له ناورین څخه د افغانستان د وتلو لپاره دې له دغو نویو برابرو شویو فرصتونو څخه په ښه توګه ګټه واخیستل شي.
جهادي او سیاسي مشرانو وویل، له پاکستان سره دې مذاکرات په دقیق ډول ترسره شي، تر څو افغانستان ستراتیژیکو موخو ته چې تلپاتې سوله ده ورسېږي.
هغوی وویل، له پاکستان سره د بحث او مذاکراتو په اړه ملي اجماع موجوده ده،خو داحساساتوپرځای دې په دقت او تدبیر ګامونه پورته شي.
یادو مشرانو د خپلو مشورو او لیدلورو د شریکولو پرمهال له طالبانو وغوښتل چې د بین الافغاني مذاکراتو هرکلی وکړي او له دې لارې دې د هېواد ابادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي.
جمهور رئیس غني د جهادي او سیاسي مشرانود ګډون او ګټورو نظریاتو مننه وکړه وېې ویل، د هېواد د مهمو او ملي مسایلو په اړه به له مشرانو سره د مشورتي ناستو دغه لړۍ دوام ولري.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته