سیاست

تبصره په دوشنبه کې دافغانستان ، تاجکستان او پاکستان دمشرانو غونډه

کابل باختر دچنګاښ څوارلسمه :
ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې دافغانستان ، تاجکستان او پاکستان مشران دتاجکستان دجمهور رييس په کور به توب درې اړخيزه  غونډه جوړه کړي چې موخه يې دسيمه ئيزو همکاريو پراختيا او له بنسټپالنې  او تروريزم سره همغږي مبارزه بلل شوې ده .
دباختراژانس مفسر ليکي ، په نږدې راتلونکې  کې به ددريو هېوادونو افغانستان ، تاجکستان او پاکستان مشران دتاجکستان په مرکز دوشنبه کې وګوري .
دغه غونډه به دتاجکستان دجمهور رييس امام علي رحمان په بلنه  او دکابل او اسلام اباد په اړيکو کې داوسنيو چلنجونو دلرې کولو ، دسيمه ئيزو همکاريو دپراختيا او له بنسټپالنې او تروريزم سره دهمغږي  مبارزې په موخه جوړه شي .
ددوشنبې دغونډې پروګرام ټيک په داسې وخت کې جوړ شوى دى چې دمخورو او مقتدرو امريکايي سناتورانوپه ګډون يو هيئت پاکستان ته سفروکړ او ددغه هېواد له مقاماتو سره يې  څرګندې  او په ډاګه خبرې يې لرلې .
دهيئت رييس جان مکين  په دانګ پيلې  ډول وويل که چيرې پاکستان په سيمه کې خپلې اوسنۍ پاليسۍ  او کړو وړو ته دوام ورکړي  له پاکستان سره زموږ اړيکې دغه شان دوام نه شي موندلى .
امريکايي سناتور  ليندسي ګراهام وايي چې په سيمه کې اوسني حالت دمنلو وړ نه دى که چيرې پاکستان خپله پاليسي بدله کړي مکافات به شي اوکه چيرې ددغه هېواد په پاليسي کې کوم بدلون رامنځته نه شي مجازات به شي .
له دغو څرګندونو څخه جوتيږي چې اسلام اباد دخپلو ګاونډيانو تر څنګ له امريکا او له لويديځو هېوادونوسره هم سړې او  په عين حال کې ترينګلې اړيکې لري  ، علت هم څرګند دى ، پاکستان په افراطئ جريانونو په پانګونې او ډار اچوونکو ډلو ته په پناه ورکولو سره دسيمې د هيوادونو په کچه لوړتيا غوښتونکي  موخې تعقيبوي  ، ددغه شان کړنو تعقيبول ، پاکستان تجريدوي ، په تيره بيا افغانستان چې دمرکزي اسيا په لور دپاکستان دتيريدو دهليز او دپاکستاني  مالونو ډير ستر مارکيټ دى کولاى شي  اسلام اباد له يوه سخت حالت سره مخامخ کړي .
پاکستان داوسني  حالت په باب  خپل درک لري  او له اوسني تجريد څخه دوتلو او له ګاوڼديو او  دسيمې دهيوادونو په تيره بيا له افغانستان سره دنږديوالي  په موخه اوس دنويو دوستانو له کړۍ  څخه سرباسي  کله دچين له نفوذ او امکاناتو  څخه استفاده کوي اوکله هم دروسانو له تګلوري څخه ، دمنځني اسيا هېوادونه پلمه کوي او اوس تاجکستان په دې هڅه کې دى چې دکابل او اسلام اباد ترمنځ سړې  اړيکې  تودې کړي په دې کې دشک  ځاى نشته چې دوشنبه او اسلام اباد ټاکلې اقتصادي  موخې لري چې دکابل له همکارۍ پرته نه شي کولاى هغه عملي کړي خو له خپلو تاجکي  دوستانو څخه دافغانستان دخلکو غوښتنه داده چې بايد دپاکستان دموخو او پروګرامونوپه باب سم درک ولري او هير نه کړي چې دا افغانان وو  چې کلونه کلونه  دسيمه ئيزو  ماجرا غوښتنو  په وړاندې ودريدل  قربانۍ يې ورکړې چې بنسټپالنه او تروريزم دمنځني اسيا د هېوادونو په لور سرايت ونه کړي .
خو داسې نښې نښانې شتون لري چې دافغانستان دخلکو دغو سرښندنو اوقربانيو ته کم ارزښت ورکول کيږي په داسې حال کې چې پاکستان خپلو ماجرا غوښتونکو سياستونو ته دنورو هېوادونو په راکښلو کې زيات مهارت لري  يو وخت يې له امريکا اولويديځ څخه استفاده وکړه او اوس له روسيې اوچين څخه .
دا ټولو ته په ډاګه ده چې افغانستان پراختيا غوښتونکۍ او ماجرا  غوښتونکى  هېواد نه دى او دخپلې نفوذي  جغرافيا  دپراختيا په لټه کې نه دى او ددغه هېواد له لوري هيڅ هېوادونه کوم ګواښ متوجه نه دى نو ولې افغانستان داقتصادي اوسياسي سياليو ، لوبو او معاملو په محور کې وي ؟
  دافغانستان خلک   دخپل هېواد له جمهور رييس   څخه هيله لري چې دخپل تاجکي سيال په شتون ددوشنبې په غونډه کې دپاکستان له صدراعظم نوازشريف سره  په ډاګه  او څرګندې  خبرې ولري .
پاکستان پخوا دترکيې ،  بريتانيا ، امريکا ، چين او دنورو هېوادونوله لارې له پاکستان سره اړيکې لرلې چې تل دپاکستان  په لنډمهالو ژمنو سره پاى ته رسيدلي دي ددغې مسئلې  په باب بايد ددوست هېواد تاجکستان مسوولينو ته معلومات ورکړى شي .
له ګاونډيو  سيمې او دنړۍ له هېوادونوسره دوستي اوهمکارۍ  دافغانستان لپاره يو اصل او يوهدف دى چې زموږ ددولتي چارواکو له خوا دملي ارزښتونو په رعايتولو سره تعقيبيږي   بايد دسيمې دهېوادونو له خوا ددغو ارزښتونو درناوى وشي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته