اقتصاد

احمد ضيا مسعود: صادرات د هېواد له مهمو اقتصادي برخو څخه دي

کابل باختر د وري يوولسمه :
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس فوق العاده استازي  احمد ضيا مسعود نن د افغانستان د مميزو، ميوو او سبو د صادراتو د پراختيا ادارې له مشرتابه هيئت سره وکتل .
په دې کتنه کې د دغې ادارې غړو د هېواد د صادراتو په وړاندې ستونزې د جمهور رييس فوق العاده استازي ته وړاندې کړې او د دغې ادارې د رييس د دندې د ځنډولو په باب يې چې له يو مخابراتي شرکت سره د قرارداد په برخه کې د مشرتابه هيئت د نه جوړښت په خاطر ترسره شوى و؛ شکايت وکړ او ويې ويل چې د هېواد د صادراتو د پراختيا اداره يوه غير دولتي ادراه ده او د قرارداد تصميم او د خپلو جايدادونو د فسخه کولو صلاحيت د دغې ادارې مديره هيئت په غاړه لري .
دغه راز د جمهور رييس له فوق العاده استازي څخه د خپلو ستونزو د څيړنې غوښتنه وکړه او زياته يي کړه چې په دغه اداره کې د موجودو ستونزو د حل کولو په خاطر دې ته اړتيا ده چې د دوى په کارونوکې لاسوهنه ونه شي او د دغې ادارې د مديره هيئت د پريکړې او تصميم درناوى وشي .
د جمهور رييس فوق العاده استازي د هېواد د صادرونکو د ستونزو له اوريدو وروسته وويل: صادرات د هېواد له مهمو اقتصادي برخو څخه دي او دې ته  اړتيا ده چې د دغې برخې د پراختيا په لاره کې جدي اقدامات ترسره شي .
د جمهور رييس فوق العاده استازي ژمنه وکړه چې د صادرونکو د ستونزو د حل په برخه کې به له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي او حکومتي مسوولينو ته به  لارښوونه وکړي چې دوى ته د اسانتياوو د برابرولو په خاطر پاملرنه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته