اقتصادټولنه

د جمهوررييس محمد اشرف غني په مشرۍ د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شوراغونډه جوړه شوه

 

کابل/ د مرغومي ۱۱مه/ باختر

د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن غرمه د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا غونډه په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت، د ځمکو چارو معین په یاد وزارت کې د استملاک او بیا میشتېدو ادارې د ایجاد طرحه غونډې ته وړاندې او د اشخاصو ملکیتونو کې د عادلانه استملاک زمینې برابرول، د مالکیت حق تثبیت بهیر چټکتیا، د عام المنفعه پروژو پلي کولو ته د زمینې برابرول، تر استملاک لاندې ملکیتونو ته د عادلانه معاوضې تثبیت معیارونو تطبیق، تر استملاک لاندې ملکیتونو مالکانو ته د بیا میشتېدنې زمینې برابرول او پر خلکو د استملاک د مثبتو اغېزو زیاتول یې د دغې ادارې موخې وبللې.

نوموړي همداراز د استملاک ادارې د فعالیت د څرنګوالي بهیر، د استملاک ادارې د دندو، تر پروژې لاندې ملکیتونو او ځمکې استملاک قیمت ګذارۍ څرنګوالي او د استملاکي پروژو د نوعیت او طبقه بندۍ طریقو، مالي او بودجوي چارو او د دغې ادارې د ننګونو او حل لارې په اړه تفصیلي معلومات ورکړل.

جمهوررئیس غني د غونډې د غړو د نظریاتو له اورېدو وروسته د استملاک او بیا میشتېدنې ادارې ایجاد طرحه تایید او اړوندو وزارتونو او دولتي ادارو ته یې دنده وسپارله چې د نویو انکشافي پروژو د ډیزان پر مهال له تخنیکي ادارو سره لازمې مشورې وکړي او د امکان ترحده د استملاک مخنیوی وکړي.

همداراز جمهوررئیس وزارتونو او دولتي ادارو ته دنده وسپارله چې راتلونکي کال کې د انکشافي پروژو پر وړاندې د شته ننګونو د حل په موخه په انکشافي پروژو کې موجوده ستونزو ته په پام تحلیلي راپور له وړاندیزونو او مشخصو حل لارو سره یو ځای د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.

وروسته د اجنډا مطابق کابل ښاروال، د قروغ غره په کوچنیو برخو کې د شهر دوبۍ ودونو هوټل پېښې د شهیدانو ورثې ته د ځمکې د تشخیص، کابل سیند د تحکیماتو او د عرفاني سړک پراختیا استملاک بدیلې سیمې پیشنهادي طرحه، غونډې ته وړاندې کړه.

کابل ښاروال زیاته کړه، د کابل سیند د تحکیماتو او د کابل لویدیځ کې د عرفاني څلوېښت متره سړک جوړول دوه پروژې دي چې کار پرې روان دی او دواړه پروژې له هر فعالیت دمخه استملاک او جایداد بدیل وېش ایجابوي چې د شهر دوبۍ ودونو هوټل پېښې د شهیدانو ورثې، د کابل سیند تحکیماتو او عرفاني سړک جوړولو پروژو د مستحقو لپاره د ځمکې (۸۱۳) نمرو وېشلو ته اړتیا ده، سربېره پر دې د سیمې مستحقو اوسېدونکو ته د ځمکې د کابو (۴۰۰) نمرو د وېش اړتیا هم شته.

جمهوررئیس د غونډې د غړو د نظریاتو له اورېدو وروسته د کابل ښاروالۍ وړاندیز شوې طرحه تایید او دنده یې وسپارله چې د ډیزاین پر مهال له اړوندو ادارو سره د جوړولو ارتفاع او لازم معیارونه په پام کې ونیسي.

غونډې همداراز پرېکړه وکړه چې د قروغ غره پاتې سیمه دې په پارک بدله او خوندي شي.

په همدې ترتیب د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا فواید عامې وزارت موظف کړ چې د کابل حلقوي سړک لپاره مشخصه نقشه ترتیب او راپور دې د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.

د غونډې په پای کې ښارجوړولو او ځمکو وزارت موظف شو چې د احصائیې او معلوماتو ادارې په همکارۍ د راتلونکي لپاره د ځمکې بانک طرحه ترتیب او د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا یوې غونډې ته وړاندې کړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته