نړۍ

هند په تروريستي بريد وګواښل شو.

نوي ديلي  باختر د مرغومي دوه ويشتمه :
دجهاد داتحادشورا پرون په ټولنيزو شبکو کې دويديويي پيغام په خپرولو سره  دهند په شمال لويديځ کې په پټان کوټ دتروريستي بريد دمسووليت په منلو سره په دغه هېواد په نويو تروريستي بريدونو وګواښه .
دايرنا دخبر له مخې: دهند په پنجاب ايالت کې دپټان کوټ په هوايي ډګر دتيرې اوونۍ دتروريستي بريد له امله ٧ تنه  امنيتي ځواکونه و ٦ تنه تروريستان ووژل شول.
نوي ډيلي په دې بريد کې دتور ګوته داسلام اباد په لور ونيوله .
دجهاد داتحاد په شورا کې څو جهادي  ډلې شاملې دي  چې ويل کيږي دپاکستان تر واکمنۍ  لاندې کشمير کې اودسيد صلاح الدين په مشرۍ فعاليت کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته