نړۍ

ترامپ: له ايران سره د اروپايانو په سوداګرۍ کوم اعتراض نلرو

واشنګټن   باخترلړم دمياشتې ٢ نيټه  :
د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رئيس دونالد ترامپ ويلي دي چې له ايران سره د آلمان او فرانسې د سوداګرۍ په دوام کوم د اعتراض نلري.
ترامپ له فاکس نيوز شبکې سره په مرکه کې وويل چې هېواد يې له ايران سره د مقابلې لپاره اروپايي هېوادونو ته کومه اړتيا نلري.
ترامپ د اروپايي هېوادونو او ايران  ترمنځ د سوداګرۍ په باره کې  وويل: هغوى ته مې وويل چې له ايران سره له اړيکو سره د پيسو ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.   دوى زما دوستان دي؛ په رښتيني توګه له دوى سره اړيکې ټينګه وم. که چيرې امانول وي يا انګلا.
په همدې حال کې ده وويل: کله چې اروپايي هېوادونه له ايران سره سوداګري کوي؛ کار سخيږي.
د آلمان د صدر اعظمې انګلا مرکل او د فرانسي د جمهور رئيس امانوئل مکرون  حکومتونه د برجام بشپړ ملاتړ کوي او وايي چې دغه موافقه تر اوسه پورې اغيزمه ده .
ترامپ دغه راز وويل: ډاډمن نه دى چې له ايران سره د اټومي موافقې پرسرڅه رامنځته شي .
پاى   ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته