ټولنه

روزنيز ورکشاپ جوړ شو.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٣٠
دښځو دحقوقو ، دموکراسۍ او سولې دملاتړ لپاره دافغان نارينه دهڅونې روزنيز ورکشاپ نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دجندر آمريت له خوا دنور د ظرفيتونو دلورولو او تعليمي موسسې په همکارۍ دځوانانو د چارو په معينيت کې جوړ شو.
په دې روزنيز ورکشاپ کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ديو شمير کارکوونکو په ګډون جوړه شوې وه دښځو پرخلاف دتاوتريخوالى، دهغه دلرليد،فعاليتونو ،اړيکو ، د ظرفيتونو دپراختيا ،دښځو دمکلفيتونو او دښځو پرخلاف د تاوتريخوالى دبندولو دقانون په باب خبرې وشوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دجندر امرې محبوبې سعادت دښځو دحقوقو دتامينولو په لاره کې دنارينه و درول په باب معلومات ورکړل او ويې ويل موږ په ټولنه کې دښځو دحقوقو ، دموکراسۍ او دسولې په تامينولو کې دنارينه و ملاتړ ته اړتيا لرو.
دې زياته کړه موږ په خپل هيواد کې کارى ټولنه ، واټونو اوان په کورنيو کې له تاوتريخوالي سره مخامخې يو دغه تاوتريخوالى دهيواد په نافذو قوانينو دنه پوهاوى زيږنده دى .
دې په دى ترڅ کې چې دنور د ظرفيتونو دلوړولو له موسسې څخه چې ددغه روزنيز ورکشاپ په جوړولو کې يې همکاري کړې ده قدرداني وکړه او ددغه شان روزنيزو ورکشاپ دجوړولو په لاره کې يې ددغې موسسې د زياتو همکاريو غوښتنه وکړه دځوانانو دچارو معينيت دپاليسۍ او پروګرامونو رييس حضرت الله شريفى د دې ترڅنګ چې د ټولنې په بيلابيلو برخو کې دښځو رول ارزښتناک وباله ويې ويل دهيواد له ټولو ځوانانو څخه هيله لرم له ښځو سره چې مور ، خور او ميرمن دى ښه چلند وکړي.
ده له ټولو اړوند مرکزونو څخه وغوښتل چې دمرکز او ولايتونو په ګډون دښځو په حقوقو دپوهاوى پروګرامونه جوړ کړي.
د نور دتعليمي او د ظرفيتونو دلوړولو موسسې رييس ډاکتر فضل غني کاکړ ددغې موسسې دپروګرامونو په باب معلومات ورکړل او د ښځو د حقوقو دملاتړ په لاره کې يې دنارينه و او په تيره بيا دځوانانو رول اغيزمن وباله او زياته يې کړه دغه شان روزنيزې ورکشاپونه دهيواد په ځينو ولايتونو کې جوړې شوې دي او په پام کې ده چې دهيواد په نورو ولايتونو کې هم جوړې شي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته