فرهنګTOP

د قندهار د مشهور ټوکمار نظرمحمد خاشه پر وژل کېدود اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواشینۍ او خواخوږۍ پیغام

کابل/ د زمري لومړۍ / باختر
په ډېرې خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړچې طالبانو د قندهار مشهور ټوکمار نظرمحمد خاشه شپه مهال له کوره وایست، له ځان سره یې یووړ او بیا یې بې رحمانه وواژه. دې ناوړې پېښې یو ځل بیا وښوده چې طالبانو د هغه څه پر خلاف چې دوی یې ادعا کوي اوځانونه بدلون موندلي څرګندوي، هېڅ بدلون نه دی کړی او د تېر په څېر د بیان له آزادۍ او هنري فعالیتونو سره دښمني لري او ان د نظرمحمد خاشه په ډول د سیمه ییزو توکمارو هنري فعالیتونه زغملی نه شي، پر هغوی برید کوي او شهیدانوي یې.
نظر محمد خاشه د خپل عمر ډېرکلونه د خلکو په چوپړ کې تېرکړل او د جالبو طنرونو په اجرا کولو سره یې له جګړې ستومانه شویو هېوادوالو ته فرصت ورکاوه چې وخاندي او څو شېبې په خوښۍ او خوشحالۍ کې تېرې کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري پر نظرمحمد خاشه د ترهګرو برید په کلکو ټکو غندي، دغه بریالي ټوکمار ته فردوس جنت، د ده کورنۍ، خپلوانو او مینه والو او همدارنګه ټولو هنرمند انو ته د صبر او زغم هیله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته