سیاست

جمهورريیس غني د کابل د ناحیو له وکیلانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

کابل / د غويي ٢ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني د ویډیو کنفرانس له لارې بې وزله او مستحقو هېوادوالو ته د مرستو رسولو په اړه د کابل د ناحیو له وکیلانو سره پرون له غرمې مخکې خبرې وکړې.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په دغه ویډیو کنفرانس کې چې د جمهورريیس لومړي مرستیال امرالله صالح، د سوداګریزو او اقتصادي چارو د پراختیا او بې وزلۍ د راکمولو په برخه کې د جمهورريیس فوق العاده استازي محمد یوسف غضنفر، د کابینې ځینې غړو حضور درلود، جمهورريیس غني هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل: حکومت له اړو او بې وزله هېوادوالو سره د مرستو برنامې په پام کې لري.
جمهورريیس غني اړو او بې وزلو کورنیو ته د حکومت د مرستو په رسولو کې د ناحیو او ګذر د وکیلانو او د جوماتونو د ملامامانو رول مهم وباله او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د کابل ښاروالۍ له مسوولینو سره په ګډه د خپلو اړوندو ناحیو، ګذرونو او سیمو د مستحقو او بې وزله خلکو لستونه ترتیب کړي.
جمهورريیس غني وویل: موږ د خپلو خلکو حالت او اړتیاوې درک کوو او په همدې خاطر د لا ډېرو منابعو د موندلو ترڅنګ به امکاناتو ته په کتو له خپلو بې وزله هېوادوالو سره د بېلابېلو خوراکي توکو مرستې وکړو. نوموړي د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو ته په کتو له بې وزلو سره د خصوصي سکتور، پانګه والو، تاجرانو او نورو هېوادوالو مرستې هم ګټورې وبللې.# پاى/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته