ورزش

ددوو تنو پيغلوپه ګډون دځوانانو دملي ټيم اووه تنه سوک وهونکي په نړيوالو سياليو کې برخه اخلي

کابل  باختردلندي دمياشتې  ١٣ :
دځوانانو دملي ټيم سوک وهونکي دراتلوونکي پنجشنبې په ورځ په نړيوالو سياليو کې دګډون په مقصد قزاقستان ته ځي .
داولمپيک دملي کميټې دسوک وهلو فدراسيون سکرترجنرال هدايت الله مومند باختراژانس ته وويل، دځوانانو دملي ټيم اووه تنه سوک وهونکي  چې دوه تنه  سوک وهونکې پيغلې هم پکې شته  دسوک وهلو  په هغو سياليو کې برخه اخلي  چې په نږدي راتلوونکي کې دقزاقستان په الماتاښارکې ترسره کيږئ .
دمومنددڅرگندونوله مخې، دغه سيالۍ دروان ميلادي کال ددسمبر دمياشتې  له شپږمې  څخه ترلسمې نيټې پورې  دوام کوي .
ديادونې وړده چې  په دې سفرکې يو هيئت او دوه تنه ترينران  له افغان ورزشکارانوسره ملګرتياکوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته