سیاست

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل باختر د تلې د مياشتې  ١ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ پرون له غرمې مخکې په ارګ کې د کابینې غونډه جوړه شوه او د دولتي ارګانونو کارکوونکو ته د معاشاتو او امتیازاتو ورکړه په کې غیر عادلانه او د ټولنیز عدلت څخه لرې وبلل شوه.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
جمهوررئیس غني په ټینګار سره دولتي ارګانونه موظف کړل، تر څو د جمهوري‌ ریاست د چارو د عمومي ادارې د جدول سره سم د یوې اونۍ په اوږدو کې د چارو عمومي ریاست د تفتیش، اروزنې او څارنې معاونیت ته د تصمیم نیولو په غرض د خپلو کارکوونکو د معاشاتو د اجرا په اړه کره او موثق معلومات ولیږي.
غونډه کې، د فواید عامې وزیر د هغه وزارت په دوو قراردادونو کې د مالیاتو معافیت چې د څارنې او تطبیق مسوولیت یې د (Sheladia Associates INC) مشورتي کمپنۍ اړوند دی مطرح کړل.
هغه څرګنده کړه، د اسیايي انکشافي بانک او افغانستان ترمنځ د قرضیې او مالي موافقتنامې موادو ته په پام، د پلخمري ـ مزارشریف لویې لارې د عاجلې بیارغاونې قرارداد، په ۲۰۰۳ کال کې د حیرتان څخه تر نایب اباد پورې ارتباطي سړک او په ۲۰۰۶ کال کې د قیصار ـ بالامرغاب د لویې لارې څارنیز قرارداد یادو کمپنیو سره مالیاتي معافیت ته په پام تړل شوی دی، خو د مالیې وزارت تر اوسه د یادو دوو قراردادونو مالیات او د نه ورکړې د جریمې غوښتونکی دی.
کابینې د فوایدعامې وزارت په دې برخه کې موظف کړ، چې د دغې پروژې مالیاتې حساب د فواید عامې وزارت له بودجې تدارک او زمینه ورته برابره کړي.

غونډه کې، د ښارجوړولو وزیر سید‌سعادت منصورنادري د ملکي مامورینو او ښوونکو د استوګنې د ستونزې د لرې کولو طرح وړاندې کړه.
د ښارجوړولو وزیر وویل، په دغه طرحه کې د شته ښارګوټو د وضعیت تطبیقي طرحه، د ښارګوټو د ناکاره‌توب عوامل تثبیت او د ستونزو د لرې کولو حل لارې رانغاړل شوي دي او د بېلګې په توګه د دوه ښارګټو موډلونه د هغه له اقتصادي تحلیل سره هم وړاندې شوي دي.
کابینې یاده طرحه په پرنسیپ کې تائید کړه او د ښار جوړولو وزارت یې موظف کړ چې ددغې پروژې له اقتصادي تحلیل وروسته دې د اپارتمانونو په بیه کې له سره غور وشي او د هغه په اساس دې مالي پلان ترتیب او د کابینې راتلونکو غونډو کې وړاندې شي.

د ښار جوړولو وزیر، د پولیسو ښارګوټي د ارزونې موظف کمیسیون راپور غونډې ته وړاندې کړ او څرګنده یې کړه چې پلاوي په ګڼو غونډو کې د دغه ښارګوټي د اسنادو د کره مطالعې څخه وروسته دې پایلې ته ورسېد، چې د کورنیو چارو وزارت دې د پولیسو ښارګوټی د خپلو ملکیتونو په ډله کې د امتیازي کرایې په ساتلو سره د هغه د پراختیا باره کې اقدام وکړي.
نادري زیاته کړه، د کورنیو چارو وزارت دې مستحقین له غیر مستحقو تصفیه، حقیقي وارثان او اصلي اوسېدونکي دې مشخص او د ښارګوټي اپارتمانونه دې بیا ځلي سجل او مستحقو افرادو ته په امتیازي کرایه ورکړي او پخواني اسناد په بشپړه توګه باطل اعلان کړي.
د کورنیو چارو وزارت موظف شو، تر څو یاده پروژه د هغه اوسنیو اوسېدونکو په تفکیک سره د برحاله پرسونول، د شهیدانو ورثه او نورو اوسیدونکو لست  ترتیب کړي او د ښار جوړولو وزارت ته یې انتقال کړي، د ښار جوړولو وزارت د افغانستان د ځمکو ادارې سره په همکارۍ د اپارتمانونو مستحقین د کره اسنادو پر اساس تثبیت او د یو طرزالعمل په وسیله یې هغوی ته په امتیازي کرایه ورکړي.  
د افغانستان د ځمکو ادارې رئیس د هلمند د پوهنتون په ساحه کې د ۷۵جریبه ځمکې د تصفیې پلاوي راپور غونډې ته وړاندې کړ، وې ویل، چې د پام وړ ساحې د تصفیې پلاوي (۷۱.۸۷) جریبه ځمکه تثبیت کړه چې له هغې جملې (۲۳) جریبه او ۱۸بسوې د پام وړ ځمکې باندې د افرادو او اشخاصو ترمنځ شخړه وه چې د شرعي پرېکړې لپاره اړوندو محکمو ته محول شوه.
هغه زیاته کړه، د هغه (۴۸.۶۹) جریبه ځمکه دولتي ملکیت دی چې د هلمند ولایت د سیند حوزې، د کرنې ریاست او چاه انجیر دستګا ریاست تر تصرف لاندې ده.
کابینې د انرژۍ او اوبو، کرنې او اوبو لګولو او کار او ټولنیزو چارو وزارتونه موظف کړل چې یاده ځمکه د یو پروتوکول په اساس لوړو زده‌کړو وزارت ته انتقال کړي.
په سیاسي چارو کې د جمهوري ریاست سلاکار ډاکټر نجیب الله مجددي د جمهوري ریاست د حکم او د کابنیې د لارښونې له مخې د افغانستان د شهیدانو پارک جوړولو اړوند د موظف پلاوي طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
هغه وویل، د پلچرخې ساحه کې چې د شهیدانو پارک د جوړولو لپاره کوم پلاوی مخکې موظف او منار یې انتخاب شوی و، ښار څخه د زیات واټن له امله یې د منلو وړ ونه باله او د وزیر اکبر خان تپه یې د پراخې ساحې د لرلو، بیرغ ته د نږدې والي او په منار د کم لګښت د راتلو له امله د شهیدانو د پارک او منار جوړولو لپاره مناسب ځای وباله.
کابینې د وزیر محمد اکبر خان پر تپې د افغانستان د شهیدانو پارک او منار جوړول تصویب کړل، د ښار جوړولو وزارت او کابل ښاروالۍ یې موظف کړل چې تر څو یاده ساحه سروې، ډيزاین او مالي پلان یې ترتیب او جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.
په دغه غونډه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست د کابل د افشارو په نانکچي سیمه کې واقع د سرې میاشتې د استوګنیز ښارګوټي د پراختیا په منظور د ۱۳۰جریبه دولتي ځمکې د انتقال وړاندیز مطرح کړ.
د سرې میاشتې سرپرست څرګنده کړه، د افشارو نانکچي سیمه مخکې د وخت جمهوررئیس د حکم په اساس تصفیه او ښارجوړولو وزارت د رسمي مکتوب له مخې تعدیل او د ښارګوټي  تفصیلي پلان یې ترتیب او نقشه یې وړاندې شوې ده. هغه زیاته کړه، د هغه پر اساس ۸۰جریبه ځمکه د ښارګوټي د جوړولو او ۵۰جریبه نوره یې د هغه دپراختیا، شنې فضا د جوړولو، جومات او تفریحي پارک لپاره دي.
کابینې، د ځمکو اداره موظفه کړه چې یاده ساحه د ښارجوړولو وزارت ته انتقال کړي او د ښارجوړولو وزارت دې د کابل ښاروالۍ په همکارۍ د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کارکوونکو اړتیاوې حل کړي.

د انرژۍ او اوبو وزیر علي احمد عثماني د ۷ Construction USA Corp کمپنۍ له خوا د کجکي بند د دویم فاز د بشپړولو په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.
هغه د پروژې د پرمختګ په اړه، د دوو پیشنهادي طرحو چې د یاد بند څخه د ګټې او پانګونې په اړه وې یادې کړې چې د لومړۍ طرحې مطابق د یادې کمپنۍ له خوا د ۱۰۰میګا واټه برېښنا تولید ترسره شوی دی او دولت د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د کانال د جوړولو لپاره پانګونه کوي.
د انرژۍ او اوبو وزیر وویل،له دویمې طرحې سره سم، دولت سربېره د ۱۰۰میګاواټه سټیشن د اوسنۍ برېښنا د ۵۱،۵ میګاواټه برېښنا موجوده سټیشن هم د یادې کمپنۍ اختیار کې ورکړي په هغه صورت کې به کمپنۍ برېښنا د برېښنا شرکت باندې خرڅوي او دولت به لکه لومړۍ طرحه د کانال جوړولو په خاطر ۴۰میلیون ډالره ورکوي، چې ددغو طرحو مطابق به د برېښنا د هر کیلو واټ خرڅلاو بیه به په في ساعت کې په درې کټه ګوریو کې امنیتي تهدیداتو ته په پام، لوړه، متوسطه او ټیټه ټاکي.

غونډې له بحث وروسته، دویمه پیشنهادي طرحه تصویب کړه او د انرژۍ اواوبووزیر یې موظف کړ، چې د یادې پروژې کار ژر پيل کړي.
په دې غونډه کې، د بین المللي معاهداتو په اړه لاندې موارد د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي معینې کابینې ته وړاندې کړل چې تائید شول. 
• د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د اقلیم د بدلون د (COP21) کنوانسیون د غړو یوویشتم کنفرانس توافقنامه.
• د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د تحصیلي، ښوونیزو او دیپلوماتیکو همکاریو برخه کې د تفاهم یادښت.
• د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت او د سویس کنفدراسیون د بهرنیو چارو فدرال وزارت ترمنځ د دوه اړخیزو مشورو د تفاهم یاددښت.
• د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د ایټالیا جمهوریت ترمنځ د فرهنګ، ساینس او ټکنالوژۍ په ډګر کې د همکاریو موافقتنامه.
• د اسلامي همکاریو سازمان لپاره د مصونیت او امتیازاتو په برخه کې موافقتنامه.
• د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د یونان جمهوري دولت ترمنځ د سیاسي نمایندګۍ د ایجاد موافقتنامه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته