خبرونهټولنه

په هلمند، جوزجان او سمنګانو کې سلګونو کورنيو مرستې ترلاسه کړې

کابل / د چنګاښ ۱۷مه / باختر

په هلمند، جوزجان او سمنګانو کې نن پر سلګونو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د جوزجان له پېښو سره د مبارزې د تياري رياست پر ٢٧٧کورنيو چې د جګړو له امله د جوزجان د آقچې، فيض آباد، خانقاه، مرديانو او منګجک ولسواليو او له فارياب او سرپل څخه بې ځایه شوې او په شبرغان ښار کې ځاى پرځاى شوې دي؛ اوړه، وريجې، مالګه، چاى، بوره، لوبيا او غوړي ووېشل.

د يو بل خبر له مخې:

د هلمند له پېښو سره د مبارزې د تيارى رياست پر۵١٠ کورنيو چې د ناامنيو له امله زيانمنې شوې دي، وريجې ووېشلې.

په یو بل خبر کې ویل شوي دي چې د سمنګانو له پېښو سره د مبارزي د تياري رياست د دغه ولايت په فېروزنخچير او حضرت سلطان ولسواليو کې پر ١٨۴ جګړه ځپلو کورنيو خوراکي توکي ووېشل.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته